د ژغورنې نړیوالې کمیټې افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو د پیلیدو هرکلی کړی

نړیوال بانک

د ژغورنې نړیواله کمیټه وايي چې د نړیوال بانک له خوا افغانانو سره د دغه بانک د اړیکو نوې کړنلاره به په افغانستان کې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ملاتړ د برابرولو ترڅنګ په دغه هیواد کې افغانانو سره د کار موندنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

دغې کمیټې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ ( کب درییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانانو سره د نړیوال بانک د اړیکو نوې کړنلاره به میلیونونو افغانانو ته چې د بشري بحران، اوږدې جګړې، اقلیم بدلون او اقتصادي ګډوډۍ څخه کړیږي ملاتړ برابر کړي.

ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي: "آی ار سي په کلکه د نړیوالو پرمختايي ټولنې (IDA) د بودیجې څخه د کار اخیستلو چې افغانستان کې د نړیوال بانک د پروګرامونو او غیر دولتي موسسو د شریکانو سره د افغانستان انعطاف منلو صندوق (ARTF) د شراکت د غځولو لپاره د مرستو د چمتوکولو له هڅو څخه ملاتړ کوي".

د نړیوال بانک اجرايي بورډ د فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) له افغانانو سره د خپلو اړیکو په اړه یوه نوې کړنلاره تصویب کړه، چې ممکن په اساس یې افغانستان ته ۳۰۰ میلیون ډالر نوې بودیجه چمتو شي.

له افغانستان سره د نړیوال بانک دا تعامل د دغه بانک "۳. کړنلاره" نومېږي چې ورسره به د کاسا-۱۰۰۰ پروژه هم پیل شي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دې پروژې باندې کار بند شوی وو.

د نړیوال بانک یو ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د اجرايي بورډ له تائید وروسته به د ۳۰۰ میلیون ډالرو دا مرسته په ۱۵ میاشتو کې د "نړیوال پراختیايي ټولنې" له خوا افغانستان ته ورکړل شي. دا ټولنه بې وزلو هېوادونو ته د نړیوال بانک د پور ورکونې څانګه ده.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې افغانانو سره د روغتیايي خدمتونو د پراخیدو، خوړو او نورو اړینو خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې د نړیوال بانک د افغانستان د انعطاف منلو صندوق (ARTF) مرستې د ژوند د ژغورنې مرستې ګڼلي او ویلي دي چې ددغه بانک له خوا ټولې برابرې شوې مرستې د ملګرو ملتونو او غیر دولتي موسسو او خصوصي سکټور له خوا په مصرف رسیدلي دي.

دغې کمیټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې راهیسې له ۲۴.۳ میلیونو څخه زیاتو افغانانو د دغه صندوق د مرستو په ترڅ کې د ۲۰۰۰ روغتونونو او روغتیايي کلینیکونو له لارې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه کارکوونکو ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې نړیوال بانک عمده رول درلود او د افغانستان د انعطاف منلو صندوق (ARTF) له خوا د ۹۵ فیصدو او ۹۸ فیصدو پورې ددغو روغتیايي مرکزونو څخه د ملاتړ له لارې لږ ترلږه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه خوندي کړې ده.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د نړیوال بانک د افغانستان د انعطاف منلو صندوق (ARTF) د غیردولتي موسسو سره خپله لومړنۍ ملګرتیا د پروژو د مخامخ پلي کوونکي په توګه تاسیس کړه.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې په افغانستان کې په ټولنه کې د غیردولتي موسسو کار ته په کتنې ویلي چې دغو موسسو په ټول افغانستان کې ژورې ریښې غځولي او دا ډاډ ورکولی شي چې حتی په ډیرو لرو پرتو سیمو کې هم خلکو ته مرستې چمتوکولی شي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې د نړیوال بان "۳. کړنلاره" کې د معشیت د ملاتړ لپاره د مرستو ویشل هم شامل دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې د اوسنې ټیټې کچې د مسیر د ساتلو سبب شي. دا کمیټه وايي چې دا به په داسې حال کې چې میلیونو افغانانو ته د کاروبار د بقا د شرایطو د برابرولو ترڅنګ د افغانستان په اقتصادي ثبات کې هم مرسته وکړي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې ددې سره سره په افغانستان کې اقتصادي بحران په لوړه کچه د بشري اړتیاو په برخه کې همداسې پاتې دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له نورو مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه هم غوښتي چې د افغانستان د انعطاف منلو صندوق (ARTF) له لارې دې د اساسي خدمتونو په چمتو کولو او هم بشري اړتیاو پوره کولو کې خپله ونډه ترسره کړي او په دې توګه دې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرایدو مخه ونیسي.