روغتیا وزارت: سره صلیب د افغانستان د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسولیت اخیستی

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د څو حوزوي روغتونونو په ګډون د ۱۷تخصصي روغتونونو د چلولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو د چارو مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې د مرسته کوونکو ادارو او ملګروملتونو د ادارو سره د پرله پسې خبرو وروسته یو شمیر نړیوالو ادارو افغانستان کې ځینو روغتیايي پروژو ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې چمتوالی ښودلی دی.

ډاکټر عبدالباري عمر د شنبې په ورځ جنورۍ اوله (مرغومي ۱۱) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د اګست د میاشتې له ۱۵ مې وروسته د عامې روغتیا سکټور سره د نړیوال بانک په ګډون مرسته کوونکو نړیوالو ادارو خپلې مرستې بندې کړې چې له امله یې په دغه هیواد کې روغتیايي سیستم د ګواښونو سره مخ شوی دی.

هغه په ځانګړي ډول په کابل او ولایتونو کې د تخصصي روغتونونو څخه د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د ملاتړ او هم د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د ژوند د خوندیتوب لپاره د صحتمندۍ پروګرام څخه د ملګروملتونو د ملاتړ د برابرولو یادونه وکړه.

ډاکټر عمر وویل: "زمونږ ۱۷ تخصصي روغتونونه سره صلیب ته ورکړل شو، د دې روغتونونو پوره اکمال او تمویل دوی کوي. معاشات، د تخریب شویو وسایلو جوړیدنې ورځیني لګښتونه، او څومره لګښتونه چې د دې روغتونونو دي دوی یې ترسره کوي".

هغه له دغو نړیوالو سازمانونو څخه مننه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې یې افغانانو سره مرسته وکړه. د هغه په وینا، "تقریبآ د دغو روغتونونو مجموعي پرسونل تر لس زرو پورې رسیږي ، چې دوی به ورته معاش ورکوي او د نوامبر او ډسمبر د میاشتو معاشات دوی ته ورکړل شوي دي".

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل چې ملګروملتونو د صحتمندۍ په نوم ددغه وزارت د مور او ماشوم د پروګرام د تمویل چارې د تیرو دوو میاشتو راهیسې په غاړه اخیستي دي او تر راتلونکو څلور پنځه نورو میاشتو هم د دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.

ډاکټر عمر وویل: "د ملګروملتونو ادارې د دې لپاره د ۴۵ میلیونو ډالره، چې مختص کړي وو، چې هغه به د نوامبر، ډسمبر او جنورۍ ۲۰۲۲ کال لپاره، چې درې میاشتې کیږي دوی به یې تمویل کوي معاشات درمل او هرڅه به ورکوي. هغه پروژه اوس په سم ډول سره روانه ده او د راتلوونکو پنځه میاشتو او یا یو کال لپاره هم تعهدات موجود دي".

ملګروملتونو لا تراوسه د افغانستان د عامې روغتیا سکټور ته د ملاتړ د برابرولو په اړه څه نه دي ویلي، خو سره صلیب نړیوالې کمیټې د ډسمبر په میاشت کې د خپل ټویټر په پاڼه لیکي وو، چې دا کمیته په ۲۳ روغتونونو کې لس زره روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو د برابرولو په ګډون د ملاتړ د برابرولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په افغانستان کې کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د پرتو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې هڅه یې کړې، چې د کرونا ویروس د درملنې روغتونونه د ستونزو سره سره پرانیستې پریږدي.

ډاکټر عمر اندیښنه وښوده ګه چیرې افغانستان د کرونا د نوې بڼې اومیکرون د ګواښ سره مخ شي په دغه هیواد کې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره شته امکانات به کفایت ونکړي. هغه د نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې دروغتیا او سیاست ترمنځ دې توپیر قایل شي او په افغانستان کې د بشريٍ ناورین د مخنیوي لپاره دې د روغتیا په برخه کې افغانانو سره مرسته وکړي.