آیرلنډ د ویسټ انډیز څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

دا لومړی ځل دی چې آیرلنډ د هیواد څخه بهر د آی سي سي د بشپړ غړیتوب لرونکي څخه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ګټي.

د آیرلنډ د کرکټ لوبډلې په ویسټ انډیز کې د سیالې لوبډلې څخه دریمه او وروستۍ لوبه وګټله او پدې سره یې د لومړي ځل لپاره د هیواد څخه بهر د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي لوبډلې څخه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.

دواړو لوبډلو په روانو سیالیو کې ۳ لوبې وکړلې چې لومړنۍ یې ویسټ انډیز او پاتې دواړه یې آیرلنډ وګټلې.

په دریمې لوبې ویسټ انډیز آیرلنډ ته د ۲۱۲ منډو کولو هدف ټاکلی و چې د لوبې په پنځه څلویښتم اور کې پداسې حال کې پوره شو چې د ویسټ انډیز دوه لوبغاړي لا پاتې و.
د ویسټ انډیز د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان کایرن پولارډ دا ماتې "غمجنه ورځ" وبلله او زیاته یې کړه چې دا یوه "ترخه ګولۍ" ده.

د آیرلنډ لوبډلې د یو ورځنیو لومړنۍ لړۍ د زمبابوې څخه ګټلې وه چې په ۲۰۱۹ کال کې د آیرلنډ په کوربه توب شوې وه.