د ایرما توپان امریکا ته په میلیاردونو ډالره تاوان اړولی

د ایرما توپان ښایي د امریکا اقتصاد ته څه د پاسه ١٠٠ میلیارډه ډالره تاوان رسولی وي.

د اکوAccu-Weather په نوم د هواپیژندنې خدمات وړاندیز کوي چې په تکساس کې د هاروي د توپان او په فلوریدا کې د ایرما توپان دواړه کیدای د امریکا اقتصاد ته ٢٩٠ میلیارده ډالره تاوان رسولی وي.

د دغې ادارې مشر وایي د ایرما توپان چې د هاروي نه دوه اونۍ وروسته فلوریدا ایالت وځپو کیدای شي ١٠٠ میلیارده ډالره تاوان اړولی وي. دا دواړه توپانونه د امریکا د طبعي افاتو په تاریخ کې ویجاړونکي توپانونه ښودل شوي دي.

همدارنگه په تیرې یوې اونۍ کې چې دا توپان له امله د کرائیب ټاپوگانو او کیوبا له خوا راپاځیدلی تر اوسه پورې د ٣٠ تنو د مړینې خبر ورکړ شوی.

د هوا پیژندنې ادارې خبرداری وکړی چې د امریکا جنوب ختیځو سواحلو کې د ایرما د توپان له امله رامنځ ته شوې څپې خطرناکه دي.

ترڅنگ یې دا یې هم ویلي چې د دوشنبې په شپه به دا بادونه د جورجیا ایالت جنوب او د جنوبي کارولاینا ایالت ته ورسیږي.

هواپیژندونکی ستیف هملتون وایي "مونږ اوس هم د توپان د زورور کیدو په اړه چې د شدیدو بارانونو سره به مل وي اندیښنه لرو. نو د اولې درجې توپان نه وروسته د موسمي توپانونو اټکل کیږي چې هغه هم په کافي اندازه تاواني دي."

د ایرما توپان د امریکا په تاریخ کې د دې هیواد د دریم پر نفوسه ایالت د تر ټولو لویې تخلیې لامل شو او اقتصاد ته یې په میلیاردونو دالره تاوان واړاو.

فلوریدا د امریکا د سیاحت مرکز بلل کیږي چې د دې هیواد پنځه سلنه نا خالص داخلي عواید جوړوي.

د فلوریدا د بریښنا شرکت په وینا د دې توپان له امله شاو خوا یو اعشاریه څلور میلیونه خلک او کاروبارونه بریښنا نلري او دا به څو اونۍ ونیسي چې د بریښنا د سیتسم ځینې برخې ورغول شي.

د فلوریدا ایالت د ماراتون سیمې نه یو بې ځایه شوی اوسیدونکی وایي د هغه یوه گاونډي ورته ویلي چې تر نیمایي ډیر د کورونو چتونه نشته او ونې له بیخه ایستل شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ د فلوریدا ایالت د فاجعې سیمه اعلان کړه، داسې اقدام چې توپان ځپلو ته حکومتي مرستې گړندۍ کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس زیاته کړه "زه فکر کوم چې هرڅه ښه په مخ ځي. ډیر قوی توپان دی. ساحلي ساتونکې ډیره زړورتیا ښودلې، تاسو به اوریدلې وي چې هغوی په توپان کې څه مرستې کوي. د حکومت د عاجلو مرستو اداره یا فیما هم د فلوریدا والي او نورونو ایالتونو ولایانو سره خپله دنده په ښه توگه ترسره کړې ده"

د سینټ مارټین جزیره په دوو برخو ویشلې ده. د یوې برخې کنټرول یې د فرانسې او د بلې یې د هالنډ په لاس کې دی.

مخکې له دې نه چې د ایرما توپان د امریکا فلوریدا ته راشي په کرائب او کیوبا کې ډیر تاوانونه اړولي دي.

د باربودا صدراعظم وایي چې په دغه ټاپو کې ٩٥ سلنه ودانۍ ویجاړې شوي دي. په اطلس سمندر کې د امریکا خاوره پورتوریکو ته هم تاوان اوښتی او یو میلیون خلک د بریښنا نه بې برخې شوي دي او زر کسان چې اکثره یې امریکایی اتباع دي له سینټ توماس او سنټ مارتین نه کډو ته اړ شوي.

د امریکا د دفاع وزارت پورتو ریکو او د امریکا ورجن ټاپو ته کشتۍ، الوتکې او په سلگونه عسکر استولي چې د بیا رغاونې په هڅو کې مرسته وکړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورس جانسن د بریتانیې د ورجن ټاپو د بیارغاونې لپاره ۴٢ میلیونه پونډه ځانگړې کړي دي.

په اطلس سمندر کې د متحده ایالاتو ترڅنگ بریتانیه، فرانسه او هالند ټاپوگان لري. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورس جانسن د بریتانیې د ورجن ټاپو د بیارغاونې لپاره ۴٢ میلیونه پونډه ځانگړې کړي دي.

امریکايي هوايي ځواکونو د امریکا ورجن ټاپوگانو، پورتوریکو او سینټ مارټین ټاپو ته د ایرما له طوفان څخه د ژغورنې پروازونه کړې دي. د هالنډ باچا او د فرانسې ولسمشر هم د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستو په طیارو کې سینټ مارټن جزیرې ته روان دي.