په داغستان کې داعش اړوندې ډلې برید شنډ شوی- چارواکي

پولیس وایي د برید په تړاو یې ۴ وسله وال نیولي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو اداره وایي د داغستان په جمهوریت کې یې یوه حمله شنډه کړې چې د اسلامي دولت یا داعش پورې اړوندې یوې ډلې یې پلان درلود.

د ایف اس بي ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې ډلو غړو پلان درلود د داغستان جمهوریت په مرکز مخاچ کلا کې لومړی د امنیتي ادارو ودانیو سره نږدې چاودنه وکړي او بیا د کورنیو چارو د وزارت په مامورینو وسله وال برید وکړي.

پولیسو د دې ډلې څلور غړي نیولي دي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د " نړیوال اسلامي دولت" څلور غړي نیولي او تحقیق کوونکو وسلې، چړې، ګڼ شمیر مهمات او چاودیدونکي آلې پیدا کړې.

پولیسو همدرانګه د نیول شویو کسانو سره ګرځنده ټیلیفونونه پیدا کړي چې په بهرنیو هیوادونو کې د برید د تنظیم کوونکو سره پرې معلومات او خبرې اترې شریکې شوې.

دا لومړی ځل ندی چې په روسیه کې پولیس د داعش اړوند غړي نیسي.

پولیسو د همدې روانې میاشتې په ۱۷مه دوه برید کوونکي ووژل چې پلان یې درلود د روسیې په ګاونډ د چیچنیا په جمهوریت کې په امنیتي ځواکونو برید وکړي.

د روسیې د قفقاز په سیمه کې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ په لسیزې کې د روسیې د فدرالي عسکرو او چیچن بیلتون غوښتونکو تر منځ د جګړو نه وروسته پدې سیمو کې ګڼ شمیر وسله والې ډلې پیدا شوې.

دغه وسله والې ډلې چې ډیری یې اسلامپاله دي، په سیمه کې یو شمیر نورو جمهوریتونو ته هم خپرې شوې او په ۲۰۱۵ کال کې یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره بیعت وکړ.