د مالګې په څیر تور مرچ هم د ډوډۍ خوړلو پر اکثرو میزونو موجود وي. د مالگې او سوډیم د استعمال په اړه کتابونه لیکل شوي، خو تورو مرچو ته څیړونکو لږ پام کړی.
د تورو مرچو په هکله زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. یو شمیر څیړونکو تور مرچ د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs په له منځه وړلو کې چې د سرطان زیږنده کیمیاوي مواد دي، گټور بللي دي.
د هیتروسکلیک کیمیاوي مواد هغه وخت پیدا کیږي کله چې په لوړ حرارت کې ډیره وریته او سوزول شوې غوښه وخوړل شي.
د امریکا د متحده ایالاتو د کنزاس دولتي پوهنتون یوې ډلې ډاکترانو موندلي چې که یو گرام میده شوي تور مرچ د ١٠٠ گرامه غوایي غوښې کوفتې سره گډ شي د پخلي پر وخت په کې تقریبا په بشپړه توگه د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs رامنځ ته کیدل له منځه ځي.
غوښه او تورمرچ
ښایي دغه اندازه تورمرچ یو شمیر خلکو ته ډیر زیات وي، خو ددې څیړنې لیکوال وایي چې تور مرچ، د مالگې، د انگورو د غورې او د دیگ د نورو دواگانو سره مخلوطول کیدای شي د سرطان ناروغۍ ضد ورته تاثیر ولري او د سرطان تولیدونکو کمیاوي موادو د تولید مخه ونیسي.
د الونای پوهنتون پروفیسور کیت سینگلیتاري چې دغه څیړنه یې ارزولې ده وایي ځنې څیړنې ښیي چې تورمرچ هاضمې ته هم ښه دي.
ښاغلي سینگلیتاري لیکلي چې تورمرچ ښایي د هاضمې انزایمونه تحریک کړي او د هاضمې په تیوب کې د غذایي موادو تیریدل اسان کړي او همداشان تورمرچ کیدای شي د یو شمیر مغذي موادو جذب زیات کړي.
پوهانو موندلي چې د تورمرچو په ترکیب کې تنده او تیزه ماده د انسان په وجود کې د کورکومینو مادې جذب زیاتوي. کورکومین هغه کیمیاوي ماده ده چې د کورکمن بوټي په ریښو کې موندل کیږي او د وجود د پړسوب او د اکسیجن د ترکیب ضد گټور خاصیت لري.
څیړونکي داسې نتیجه اخلي چې د شواهدو له مخې په غذا کې گډ شوي تورمرچ روغتیا ته هیڅ تاوان نلري او کیدای شي د هاضمې او مغزي موادو د جذب لپاره گټور وي. خو که حتی د کوفتې سره شریک هم نشي کیدای شي چې د سرطان ناروغۍ پر ضد گټور وي.