داعش په تاجکستان کې پر بهرنیانو باندې د برید مسؤلیت ومانه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غربي سیلانیانو باندې د برید مسؤلیت منلی دی. پدغه برید کې څلور تنه بهرني سیلانیان وژل شوي دي.

تاجک مقاماتو ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې دوه امریکايي او یو سویسی او یوهالنډی سیلانیان شامل دي. همداشان په پیښه کې درې تنه نور بهرني سیلانيان ټپيان شوي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پېښه د تاجکستان د پلازمینې دوشنبې ښار په جنوبي برخه کې پداسې حال کې وشوه چې دغو بهرنیانو د سړک پر غاړه باسیکل ځغلوه چې یو کس په "موټر ووهل".

چارواکي وايي د پېښې په تړاو یې درې تورن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې یو نیول شوي کس سره چاقو هم و او د نیولو پر مهال یې مقاومت هم کړی دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده وايي چې په پېښه کې د ترهګرۍ، غلا او ټکر احتمال نشي ردېدای، خو پلټنې روانې دي.

د اسلامي دولت د ډلې یا داعش خبري څانگې اعماق د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې ډلې غړو "د صلیبي ایتلاف په اتباعو" برید کړی دی. داعش دغه اصطلاح په عمومي توگه د امریکا په مشرۍ د ایتلاف غړو ته استعمالوي چې په سوریه او عراق کې یې پر وړاندې جنگیږي.

خو دا پداسې حال کې ده چې د تاجکستان حکومت د هغه هیواد د اسلامي نهضت گوند پدغه برید ملامتوي او وایي چې بریدگر په ایران کې تمرینونه کړي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د نیول شویو افرادو په وینا پر بهرنیو سیلانیانو باندې برید د تاجکستان د اسلامي نهضت حزب "یو فعال غړي" رهبري کړی دی.

تاجک مقاماتو ویلي چې د بریدگرو مشر ٣٣ کلن حسین عبدالصمدوف دی چې په "ایران کې یې تمرینونه" کړي دي. دوی دا هم ویلي چې بریدگرو له حملې وروسته غوښتل د افغانستان په لور وتښتي.