افغانستان کې د داعش – خراسان څانګې مشر وژل کیدو خبر ورکړل شوی

د طالبانو او پاکستان استخباراتي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې د داعش – خراسان څانګې مشر په روانې اوونۍ کې په افغانستان کې وژل شوی.

د طالبانو یوې سرچینې امریکا غږ ته جمعه جون ۹ (غبرګولي ۱۹) ویلي چې ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور و، د تیرې سه شنبې په شپه د کونړ ولایت په غرونو کې د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

دې سرچینې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې د دې عملیاتو څخه وروسته په سیمې کې په نورو چاپو کې د داعش ۶ نور غړي هم وژل شوي.

غفاري چې نږدې څلویښت کلن و د ۲۰۲۰ کال د جون د میاشتې راپدیخوا د دې "ترهګرې ډلې" مشري کوله.

په عین حال کې د پاکستان استخباراتي چارواکو هم امریکا غږ ته تائید کړې چې غفاري په "مرموزه توګه" وژل شوی او د هغه وژل کیدل یې په دواړو هیوادونو کې د دې ډلې په خلاف جګړې کې ستره کامیابي بللې.

په کابل کې د طالبانو د حکومت رسمي ویاند امریکا غږ ته د داعش-خراسان څانګې د وژل کیدو په هکله پوښتنې ته لا ځواب ندی ویلی.

د کنړ په ولایت کې ځینو سرچینو هم امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط د جمعې په ورځ تائید کړه چې د ثناالله غفاري د وژل کیدو نښې یې لیدلي دي.

د متحده ایالاتو یو چارواکی چې د وضعیت په هکله معلومات لري د نوم نه ښودلو په شرط یې امریکا غږ ته وویل چې امریکا نشي تائیدولی چې آیا د ترهګرې ډلې مشر په افغانستان کې وژل شوی که نه.

دې امریکایي چارواکي هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې دا هوایي برید امریکا کړی.

امریکا د غفاري پر سر د ۱۰ ملیون ډالرو انعام ایښی و.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني چې د جنوبي آسیا او منځني ختیځ په هیوادونو کې د متحده ایالاتو پوځي عملیات څاري هم امریکا غږ ته وویل چې د غفاري وژل کیدل نشي تائیدولی.

د دې قوماندانۍ ویاند جګړن جان موري په یو ایمیل کې امریکا غږ ته ویلي، "مرکزي قوماندني پدې راپورونو خبره ده چې په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې مشر وژل شوی. مونږ په اوس وخت کې هیڅ اضافي معلومات نلرو".

د پاکستان استخباراتي سرچینې وایي چې غفاري په اوزبیکستان، تاجیکستان او ایران کې هم د داعش – خراسان څانګي د فعالیتونو مشري کوله.

سره لدې چې د افغانستان د حکومت، طالبانو او امریکایي ځواکونو لخوا د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د داعش-خراسان ډله په افغانستان کې د هغوي د قوي مرکزونو نه وشړل او وځپل شوه، خو د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه ډله یو ځل بیا په افغانستان کې فعاله شوې.

امریکایي چارواکي اټکل کوي چې داعش ښایي په افغانسان کې لږ تر لږه ۲ زره وسله وال ولري خو دا چې طالبانو د اګست په میاشت کې په کابل کې د واک نیولو نه وروسته د افغانستان د ټولو زندانونو څخه بندیان خوشې کړل، پدې سره د داعش-خراسان د غړیو شمیر هم ډیر شو.

د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې پدې تیرو څو کالونو کې د څو خونړیو بریدونو د کولو ادعاوې کړي چې تر ټولو غټه یې د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال وه چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د افغانستان نه د خطر سره مخ افغانان را ایستل. په برید کې د ۱۳ امریکایي ځواکونو په ګډون څه باندې ۱۵۰ ملکي افغانان ووژل شول.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په تړون کې چې په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو منلې چې په افغانستان کې به د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه نیسي تر څو دا ډلې ونشي کړی خلک استخدام کړي، مالې مرستې راټولې کړي او بالاخره په غربي هیوادونو بریدونه وکړي.