البغدادي د خپلو جګړه مارانو نه غوښتي چې تر پايه وجنګیږي

د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي د خپلو جګړه مارانو نه غوښتي چې تر مرګه دې وجنګیږي.

د عراق د موصل په ښار کې به د اسلامي دولت یا داعش د ډلې شاوخوا پنځه سوه جګړه ماران پاتې وي. د داعش مشر د خپلو جګړه مارانو نه غوښتي دي چې ښار دې نه پریږدي او د ژوند تر پایه دې وجنگیږي.

البغدادي په یو غږیز پیغام کې چې د ټولنیزو رسنیو په شبکو کې خپور شوی د خپلو جګړه مارانو نه غوښتي دي چې " په عزت او درناوي د خپلې خاورې ساتل د په شا کیدو نه زر ځله بهتره ده."

بغدادي همدغه شان یو پیغام پروسږکال د دسمبر په میاشت کې هم خپور کړی و.

اوسنی پیغام یې پداسې حال کې خپریږي چې درې اونۍ کیږي عراقي او کردي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په همکارۍ د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه د موصل د ښارګوټي د نیولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړیدي.

د امریکا استخباراتي سرچینې وایي چې د پیغام محتویاتو ته په کتو پدې کې هیڅ شک نشته چې دا غږ پخپله د بغدادي دی او دا چې هغه یې تازه ثبت کړیدی.

په بغداد کې د امریکا د پوځ یو ویاند ډګروال جان دوریان وایي چارواکو تر اوسه دا نده تثبیت کړې چې غږ په ریښتیا هم د البغدادي دی که نه خو دا یې ومنله چې د دې پیغام هدف جګړې ته د خپلو عسکرو هڅول دي.