احمد ایشچي د عدالت په تمه دی

ایشچي: که زما په قضیه کې عدالت تامین نشي نو نړیوالې محکمې ته به مراجعه وکړم

د جنرال عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف او د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، که جنرال دوستم افغانستان ته راستنیږي، نو دده ورسره حقوقي قضيه باید تعقیب شي او د عدالت په تمه دی.

احمد ایشچي له اشنا تلویزیون سره مرکه دا هم ویلي، که په جنرال دوستم دده په قضیه کې عدالت خوندي نشي نو نړیوالې محکمې ته به مراجعه وکړي.

ایشچي وایي افغانستان ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم راستنیدل او نه ستنیدل ورته مهم ندي. خو عدالت غواړي.

د احمد ایشچي سره د رحیم ګل څاروان مرکه دلته کتلی شئ.