داعش ننګرهار کې له خپلو پنځلسو ملګرو څخه سرونه پرې کړي

اسلامي دولت یا داعش وسله والو د خپلو یو شمیرجنګیالیو څخه د سر د پرې کولو دمخه په اچین کې څو تنه په بمونو هم الوزولي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بیګا مازیګر داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله له خپلو پنځلسو ملګرو نه سرونه پرې کړي او جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پراته دي.

د ننګرهار د ولایتي شوراغړي عبید الله شینواری چې خپله هم د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی دغه پېښه تایدوي او وايي چې پر وژل شویو داعشیانو خپله رهبري شکمنه شوې وه او سرونه یې ترې پرې کړي دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر ملک کمین هم وايي چې له سیمې یې داسې احوال اخیستی چې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي دولت یا داعش ډله په دومره زیات شمیر له خپلو وسله والو ملګرو په افغانستان کې سرونه پرې کوي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو نه څه نه دي ویلي.