تسلیم شوي داعشیان د سر خوندیتوب غواړي

په جوزجان ولایت کې تسلیم شوي داعشیان

هغه جنګیالي چې تازه په جوزجان ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شوي او ځان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي گڼي ادعا کوي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې امنیت به یې ساتي.

د جوزجان ولایت د مقاماتو په وینا د داعش ٢٥٠ جنگیالي چې ماشومان او تنکي ځوانان په کې شامل او ټول افغانان دي د خپلو درندو او سپکو وسلو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وايي، چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د سختو بریدونو له امله د داعش ۱۵۲ جنګیالي د هغوی د مشر مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې نعمت الله په گډون تسلیم شوي دي.

مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې مفتي نعمت الله ویلي دي چې د هیڅ یو هیواد له خوا یې ملاتړ نه کیده او د طالبانو سره له جگړو وروسته د حکومتي قواو سره په تفاهم تسلیم شوي دي او له حکومت غواړي چې د امنیت ضمانت یې وشي.

د امریکا د ملاتړ ادعا

طالبانو په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان پدې تورن کړي چې د طالبانو او داعش ترمنځ جگړه کې یې د داعش په پلوۍ د طالبانو مرچلې بمبارد کړي دي.

خو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د ډلې قوماندان مولوي حبیب الرحمان، د طالبانو دا ادعا رد کړې ده. هغه د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په جوزجان کې د داعش څه دپاسه ٨٠ جنگیالي د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان په شمال کې داعش او طالبان

د افغانستان د چارو یو کار پوه وحید مژده بیا وايي، چې په درزاب کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوي دي او طالبانو د داعش دوه مهم مرکزونه، مغل او سرداره ترې تیره ورځ نیولي دي.

د داعش تسلیم شوي جنگیالي وایي د ازبکستاني، چیچن، پاکستاني، او تاجکستاني اتباعو په گډون د دوی سره د ٢٠ نه تر پنځوس تنو پورې بهرنیان هم وو. د هغوی په وینا په بهرنیانو کې دوه فرانسویان او دوه اندونیزیایان هم شامل وو چې اوس د طالبانو سره یوځای شوي دي.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي وایي اکثر هغه وسلې چې د داعش جنگیالیو نه ترلاسه شوي په روسیه کې جوړې شوي دي. هغه دا هم ویلي چې د تسلیم شویو داعشیانو په منځ کې ماشومان او تنکي ځوانان هم لیدل کیږي.

د جوزجان ولایت مقاماتو ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلې ددغو جنگیالیو په تسلیم کیدو سره به د "جوزجان په جغرافیه کې" ددې ډلې فعالیت پای ته ورسیږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وايي، له استثنی پرته د داعش ډلې په خلاف عملیات کوي او زیاتوي چې دغه ډله په شمال کې د تیښتې ځای نه لري، خو په ننګرهار کې د ډیورینډ کرښه او جغرافیايي موقعیت د دوی لپاره د پټیدو زمینه برابره کړې ده.