امریکا د البغدادي د وژل کیدلو خبر ندی تایید کړی

Kuchli to'lqin hosilasi. Janubiy Afrika.

پداسې حال کې چې د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو خبر ورکړی دی، امریکايي چارواکو ویلي دا خبر نه تاییدوي نه یې ردوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار یوه ډله چې په لندن کې میشت ده د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "تائید شوي معلومات" لري چې د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې مشر رمي عبدالرحمان، وایي چې د داعش مشر په دیرالزور کې وژل شوی دی. خو ښه دا نه دي ویلي چې د داعش مشر څه وخت وژل شوی دی.

له دې دمخه هم د البغدادي د مړینې خبر څو ځلې خپور شوی و. تیره میاشت د روسیې د دفاع وزیر ویلي وو چې ښایي البغدادي په رقه کې د روسي الوتکو په یو برید کې وژل شوی وي، خو عراقي او غربي مقاماتو په دې اړه شک څرگند کړی و.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مقاماتو ویلي چې د البغدادي د وژنې په اړه سمدستي معلومات نه لري.

له دې سربیره کردي او عراقي مقاماتو هم د داعش د مشر مړینه نه ده تائید کړې او همداشان د رویترز په گډون خبري اژانسونه تر اوسه نه دي توانیدلي چې په مستقله توگه دغه پیښه تائید کړي.

د داعش اړوند ویبپاڼو او ټولنیزو شبکو هم تر اوسه ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي.