د امریکا متحدو ایالتونو، ملګروملتونو، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو او سازمانو په کندهار کې د اهل تشیع په جومات کې دننه برید غندلی دی.
د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندا پرایس د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) په خپل ټویټر پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا په روانه میاشت کې دریم برید دی.
ښاغلي پرس لیکلي:"موږ په کندهار کې د اهل تشیع پر جومات نننی برید په کلکه غندو، دا په دغه میاشت کې دریم برید دی، د قربانیانو له کورنیو سره خپل خوا خوږي څرګندوو، د افغانستان خلک حق لري چې په سوله او خوندیتوب کې ژوند وکړي او عبادت وکړي، هر مذهب او عقیده چې دوی یې غوره کوي."
We strongly condemn the attack on a Shia mosque in Kandahar today, the third such attack this month, and offer our condolences to the victims and their families. The Afghan people have the right to live and worship in peace and safety whichever religion or belief they choose.
— Ned Price (@StateDeptSpox) October 15, 2021
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کندهار ښار کې په افغان اهل تشیع پرونی برید په سختو ټکو غندلی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د یاد برید مرتکبین باید عدالت ته وسپارل شي.
I condemn in the strongest terms the despicable attack on the Imam Baragah mosque in Kandahar City, Afghanistan.The perpetrators of this latest crime against civilians exercising their right to freely practice their religion must be brought to justice.
— António Guterres (@antonioguterres) October 15, 2021
ایران، پاکستان او ترکیې هم په کندهار کې په جومات کې پرونۍ چاودنې غندلي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د تیرې ورځې د ځانمرګي برید د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان څانګې کړې ده.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د افغان اهل تشیع په جومات (امام بارګاه) کې تیره ورځ د جمعې لمانځه پر مهال چاودنې درنه مرګ ژوبله واړول.
د رویټرز خبري آژانس د راپور په اساس داعش ډلې ویلي چې دوو بریدګرو یې لومړی د جومات په امنیتي ساتونکو ډزې کړي او تر هغه وروسته یې په جومات کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
داعش ډلې په دغه ځانمرګو بریدونو کې د ګڼو لمونځ کوونکو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
د اسوشېټیډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې په دغه ځانمرګي برید کې ۴۷ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو دا برید غندلی او هغه یې «لوی جنایت» بللی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یادې پېښې عاملین به ژر تر ژره پیدا او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.
پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته دا په یوه اونۍ کې پر افغان اهل تشیع دوهم مرګونی برید دی چې تر سره کیږي.
د تیرې جمعې په ورځ د تلې پر ۱۶مه د افغانستان په شمال ختیځ کندز ولایت کې هم د افغان اهل تشیع افغانانو په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید له امله ۴۶ تنه ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شول.
په کندز کې د برید مسؤلیت هم د داعش ـ خراسان څانګې منلی و. د داعش ـ خراسان څانګې تر دې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په طالب سرتیرو هم د بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د روانې تلې میاشتې په ۱۲مه د کابل عیدګاه جومات ته نژدې د ځانمرګي برید مسؤلیت چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښت وه داعش ډلې منلی و.
داعش ډلې په دغه ځانمرګي برید کې د یو شمېر طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی. تر هغه څو ساعته وروسته طالبانو د کابل په اوولسمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د عملیاتو خبر ورکړ.
طالبانو وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال یې په دغه پټنځای کې موجود داعش له منځه وړي دي.