داعش د پیغلو د پېر او پلور بازار جوړ کړی دی

د ملګرو ملتونو استازې زینب بنګورا وايي چې د داعش د غلامانو په بازار کې یوه پیغله آن د "سګرټو د یوې قوطۍ" په بیه هم خرڅېږي.

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړې چارواکې وايي د اسلامي دولت د ډلې جنګیالي په عراق او سوریې کې د غلامانو بازار لري او پیغلې نجونې په کې خرڅوي.

د دغه سازمان د جنسي زورزیاتي د مخنیوي د برخې سفیره زینب بنګورا وايي چې په دغه بازار کې یوه پیغله آن د "سګرټو د یوې قوطۍ" په بیه هم خرڅېږي.

مېرمن بنګورا د اپریل په میاشت کې عراق او سوریې ته تللې وه او اوس پر ښځو د داعش د جنګیالیو د جنسي زور زیاتي د مخنیوي لپاره، پر یو عملي پلان کار کوي.

زینب بنګورا د فرانسې خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل "جنګ پر ښځو دی."

د ملګرو ملتونو دغې استازې له هغو ښځو او نجونو سره لیدلي چې د داعش تر واک لاندې سیمو څخه تښتېدلې وې، همدغه راز یې له مذهبي او سیاسي مشرانو سره هم لیدلي او په ترکيې، لبنان او اردن کې د کډوالو کمپونو ته هم تللې وه.

د داعش جهادیان د خپلو وینزو او غلامانو بازار هماغسې ګرم ساتلی دی خو، دقیق ارقام نشته چې څومره کسان به غلامان کړل شوي وي.

هغې وویل "هغوی چې نوې سیمې نیسي ښځې هم تښتوې، زه نه وایم چې هغوی نوي اکمالات لري، بلکې نوي نجونې یې تښتولي دي. یوه نجلۍ د سګرټو د یوې قوطۍ په بیه هم خرڅیږي. همدغه راز په څو سوو او سوو زرو ډالرو هم خرڅېږي."

مېرمن بنګورا وايي نیول شوې ډېرۍ ښځې یزیدي لږکي دي.

"ځینې نیول شوې ښځې په یوې کوټې کې بندۍ شوي دي. تر ۱۰۰ ډېرې ښځې په یو وړوکي کور کې ساتل شوې وې، جامې یې ویستل شوې او وینځل شوې وې. دوی بیا د نارینوو د یوې ډلې مخې ته درول شوې چې قیمت یې معلوم شي."

مېرمن بنګورا د یوې ۱۵ کلنې پیغلې قصه وکړه چې د داعش پر یو ۵۰ کلن مشر خرڅه کړل شوې وه. جهادي مشر پېغلې ته یو ټوپک او یو لرګی ښودلی و او ورته یې ویلي "ووایه کوم یو یې غواړې." نجلۍ ویلي وو "ټوپک، سړي پر نجلۍ تر جنسي تېري مخکې هغې ته ویلي وو: ما په بیه نه یې اخیستې او ته باید خپل ځان په خپله ووژني."

بهرني جنګیالي ودونه کوي

د ښځو تښتول، د داعش لیکو ته د بهرنیو جنګیالیو د جلب او جذب د تګلارې مهمه برخه بلل کیږي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې په بېساري ډول بهرني جنګیالي عراق او سوریې ته تللي دي.

بنګورا وویل " داعش له دغې لارې ځوان جګړه ماران جذبوي- ورته وايي موږ سره ښځې شته چې ستاسو انتظار کوي، پیغلې دي چې واده ورسره هم کولی شﺉ. بهرني جنګیالي د جنګ د ملا تېر دی."

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي چې د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې چې په جګړې کې ښکیل دي، نژدې ۲۵۰۰۰ بهرني جنګیالي په جګړو بوخت دي چې ډېره برخه یې په عراق او سوریې کې دي.

د ملګرو ملتونو دغه استازې د داعش له لوري " له ښځو او نجونو سره زورزیاتی" د منځنیو پېړیو سره پرتله کړ او ویې ویل " داعش غواړي د دیارلسمي پېړۍ په څېر یوه ټولنه جوړه کړي."

نوموړې وویل له دومره تشدد او خشونت سره سره، بیا هم یزیدیان خپلې ښځې مني، ښه راغلاست ورته وايي او مرسته ورسره کوي چې بېرته خپل عادي ژوند پيل کړي.

هغې په دې برخې کې د یزیدیانو دیني عالم بابا شیخ وستایه چې خلکو ته یې ویلي دغه نجونې باید درکې کړل شي، خو بر عکس د هغې په خبره ترکي مشرانو دا کار نه دی کړی.

بنګورا تازه د اروپا له سفره ستنه شوې او هیله لري چې ډېره ژر به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره وغږیږي چې باید په دې اړه څه وکړل شي.

د ملګرو ملتونو یوه تتخنیکي ډله به سیمې ته ولاړه شي چې د داعش له لوري د جنسي زورزیاتي له قربانیانو سره د مرستې د پلان پر جزییاتو خبرې وکړي. ​