د ناټو عمومي منشي: داعش په افغانستان کې د ودې هڅې کوي

د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ وایي چې داعش په سوریې او عراق کې له ماتې وروسته غواړي په افغانستان کې خپلې اډې قوي کړي.

ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په پایکې وویل چې د داعش په وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزل او تجهیز د دوي له موخو څخه دي.

د ناټو سرمنشي وویل چې ناټو په عراق او سوریې کې هم د داعش په وړاندې د عراق ملي اردو وروزله او همدغه دنده به په افغانستان کې هم پر مخ بوځي.

هغه وویل چې افغان ځواکونو تر دا مهاله د طالبانو په وړاندې د جنګ په میدان کې ښې لاسته راوړنې درلودلي او همدا مهال د طالبانو د ولکې لاندې سیمو په بیرته نیولو بوخت دي.

همداراز ښاغلي ستولتنبرګ د افغان سولې په اړه ډیره خوشبیني ښودلې او وايي چې په افغانستان کې د سولې راتللو لپاره له دې ښه وخت نه شي پیدا کیدلی.

هغه وویل سره له دې چې طالبانو سره خبرو اترو کې ډیر پرمختګ شوی ده خو لا هم له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په کومې طرحې باندې هوکړه نه ده شوې.

هغه وویل: زمونږ موخه له افغانستان نه د وتلو لپاره د یوې نیټې پیدا کول نه دي، مونږ غواړو سوله رامنځ ته شي. باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره زمینه برابره شي او زمونږ لاسته راوړنې وساتل شي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې ناټو د افغان سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي او جرمني به د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.