داعش وسله والو په عراق کې ۴ سرتیري وژلي

د اسلامي دولت یا داعش وسله والو شنبې نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د عراق په شمال لویدیځ کې د کرکوک په ولایت کې د پوځ په پوستې برید کړی او څلور سرتیري یې وژلي دي

د عراق امنیتي سرچینو او د کرکوک ولایتي چارواکو مطبوعاتو ته ویلي چې د داعش وسله والو دا برید په محلي وخت سهار وختي د دیبیس په ولسوالۍ کې کړی.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط همدرانګه مطبوعاتو ته ویلي چې داعش وسله والو د وژل شویو سرتیرو وسلې او مخابرې د ځان سره وړي او د پیښې د ځای څخه تښتیدلي دي.

دا د نږدې یو کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې داعش وسله وال په عراق کې دا ډول برید کوي.

د دې وسله والې ډلې غړي د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د باقوبې په غرنۍ سیمې کې د پوځ په بارکونو برید وکړ او ۱۱ سرتیري یې پداسې حال کې ووژل چې ټول یې بیده و.

د کرکوک والي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په سرتیرو دا برید د امنیتي ځواکونو د غفلت له کبله شوی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

والي ویلي چې د شنبې د ورځې برید پداسې سیمې کې شوی چي د عراق د پوځ او کردي پیشمرګه ځواکونو تر منځ د واک له پلوه ویشل شوې او دا چې ددې ځواکونو تر منځ همغږي نشته، داعش وسله وال د همدې خلا څخه ګټه اخلي.


سره لدې چې داعش په سوریې او عراق کې تقریباً ټولې هغه سیمې د لاسه ورکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې نیولې وې خو لا هم دا ډله وخت نا وخته پدې دواړو هیوادونو کې په امنیتي ځواکونو او ملیشو بریدونه کوي.

د عراق او سوریې د ځواکونو د عملیاتو له کبله چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو یې ملاتړ کاوه په ۲۰۱۹ کال کې د داعش "خلافت" ړنګ کړ خو لا یې هم وسله وال په لیرې پرتو سیمو کې پټ دي.