په افغانستان کې د داعش مهم قوماندانان وژل شوي

د افغانستان د ځانگړي ځواکونو په عملیاتو کې چې د امریکا د هوایي قواوو په ملاتړ یې ترسره کړل، د اسلامي دولت د خراسان د ډلې دوه مهم قوماندانان وژل شویدي.

د افغانستان ځانگړي ځواکونو د جوزجان او سرپل په ولایتونو کې د مارچ په ١٦ دغه عملیات وکړل، چې پکې د اسلامي دولت د ډلې دوه قوماندانان عمیر او ابو سمیه ووژل شول، دغه دواړه هغه د یو ملاقات په مهال ووژل شول.

عمیر او سمیه د خطاب اکا ځای ناستي وو. خطاب اکا افغانستان ته د داعش د ډلې لپاره د بهرني ترهگرو په رواستلو کې مرسته کوله، هغه د جنورۍ په ٢٨ په جوزجان کې نیول شوی و.

د اسلامي دولت د خراسان ډله په افغانستان کې د ناکامۍ سره د مخ کیدو وروسته اوس غواړي چې دغې ډلې ته بهرنی مرستې پیدا کړي او د افغانستان شمال ته د نورو ملکونو نه جنگیالي راولي.

افغان ځانگړي ځواکونو په جوزجان کې د اسلامي دولت د ډلې په یو مرکز په برید کې ١٣ ترهگر هم ووژل.

افغان ځواکونو په هغو سیمو کې عملیات ترسره کړیدي چې د اسلامي دولت د ډلې پناهځایونه گڼل کیږي او داسې هم ویل کیږي چې په دغو سیمو کې بهرني ترهگر د داعش سره یوځای کیږي.