افغان کمانډو د کونړ لپاره د داعش د اکمالاتو مسؤل نیولی

عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د کونړ لپاره د داعش ډلې د اکمالاتو مسؤل نیولی دی.

دفاع وزارت نن چهارشنبه اګست ۵مه (زمري ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د محمد سعید په نوم یاد کس یې تیره شپه نیولی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "دغه داعشي له بهر څخه افغانستان ته د بهرنیو تروریستانو او د هغوی د کورنیو د انتقال مسؤلیت په غاړه لاره."

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې نیول شوي کس په جلال اباد ښار کې په وروستۍ حملې کې هم لاس لاره.

دفاع وزارت نیول شوی کس د داعش ډلې مهم او خطرناک قوماندان هم بللی دی.

روانه اونۍ د ننګرهار مرکز جلال اباد کې پر مرکزي محبس برید چې مسؤلیت یې داعش منلی لسګونو کسانو ته مرګه ژوبله واړوله.

پر همدې مهال د کونړ د والي ویاند غني مصمم هم امریکا غږ ته وویل چې د کونړ لپاره د داعش د اکمالاتو مسؤل تیره شپه په څوکۍ ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

مصمم وايي دغو عملیاتو کې ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.