انټرنیټ، د داعش سره د امریکا د جگړې بله جبهه

کارپوهان وایي ټولنیز او رواني خدمتونه باید هغو کسانو ته وړاندې شي چې د هغوی د سخت دریځه کیدو اندیښنه شته

په سوریه او عراق کې د جگړې په میدان کې د اسلامي دولت د ډلې پوځي ماتې ددې ډلې د انټرنیټي فعالیتونو په مخنیوي لږ اثر درلودلی دی، چیرته چې د امریکایي مقاماتو په وینا داعش توانیدلی دی چې د د خپلو پیغامونو کیفیت او حجم نور هم ښه کړي.

امریکایي مقامات وایي چې په انټرنیټ کې د اسلامي دولت د ډلې د پیغام استونو مخنیوی له بل هر وخت څخه اوس مشکل شوی دی او ددې ډلې فعالین په پراخه توگه د عصري تکنالوژۍ نه په گټې اخیستنې د سخت دریځو په جلب او جذب بوخت دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي پلټنو د ادارې مرستیال مایکل ستاینبک د چارشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د کورني امنیت کمیټې ته وویل "د هغې د بڼې په نظر کې نیولو پرته د سخت دریځۍ تبلیغي پیغامونه له هغه څه نه په چټکۍ خپریږي چې مونږ څو کاله وړاندې فکر کاوه. ښایي په نژدې راتلونکې کې مونږ د یوې خطرناکه نړۍ شاهد اوسو."

د امریکایي مقاماتو ستره اندیښنه په متحده ایالاتو کې دننه له تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ رامنځ ته کیدل او د اسلامي دولت د ډلې د پروپاگند سره د یو شمیر خلکو علاقمندي او د داعش نه په الهام سره دننه په امریکا کې د بریدونو د ترسره کولو اراده، دي.

د فدرالي پلټنو اداره یا اف بي آی همدا اوس شاو خوا ۱۰۰۰ دا ډول قضیې پلټي، خو د ستونزو سره مخامخ ده، ځکه اکثر دغه کسان چې ښایي ترهگر اوسي د خپلو نورو همفکرو سره فعاله اړیکه نه لري او په چټکۍ له یو ځای نه بل ځای ته کډه کوي.

داعش تیر کال د یو شمیر ایتوپیایي مسیحیانو سرونه پرې کړل

د اړیکو طریقې

حتا کله چې د داعش پلویان او جذب شوي کسان سره اړیکه نیسي، د پولیسو په وینا د خبرو لړۍ یې ژر شلیږي ځکه دوی د فیسبوک په شان د یوې ټولنیزې رسنۍ نه بلې ته مخه کوي چې د خپلو اړیکو بڼه بدله کړي.

امریکایي جمهوري غوښتونکی سناتور راب پورتمن وایي "فکر کوم چې په کړکیچن حالت کې یو. آنلاین پیغام استونه د سخت دریځۍ د هڅو ستره برخه ده."

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استماعیه غونډې دمخه د الفرقان په نامه د اسلامي دولت د ډلې د رسنیو یوې څانگې د "خلافت د جوړښت" په نامه یوه تازه ویدیو خپره کړه. په دې ویدیو کې په انگلیسي ژبه د داعش تشکیلات له لمر څخه ځلانده گڼل شوي او په تصویرونو کې ماشومان بریښي چې خوشاله دي او د داعش د جنگیالیو کالي یې اغوستي دي.

ددې ویدیو بله برخه د داعش تر واکمنۍ لاندې د یو بزگر څخه نیولی تر عامه پروژو پورې د خلکو ورځنی ژوند انځوریږي او په شرحه کې یې ویل کیږي چې ددې ډلې ادعا شوی خلافت په عراق او سوریه کې ١٩ ولایتونه او د نړۍ په نورو برخو کې ١٦ ولایتونه لري. پدې ١٥ دقیقه یي ویدیو همداشان د داعش جنگیالي د جگړې په وخت کې او سرغوڅونې او اعدامونه هم لیدل کیږي.

څیړونکي وایي په دې ویدیو کې د داعش اکثره ادعاگانې که څه هم له مبالغې ډکې او صحنې یې د تصویرونو په څیر له کرکې ډک ې او تخیلي دي، خو بیا هم داسې ښکاري چې ښایي په امریکا کې یې لیدونکي درلودلي وي.

په نیویارک کې میشت د فوردهم بنسټ د حقوقو د ملي امنیت د غیر گوندي ښوونځي یو رپوټ وایي چې په متحده ایالاتو کې د ١٠١ جنایي پیښو ۸۹ فیصده چې په کې د اسلامي دولت ډله ښکیل وه په کې د ټولنیزو رسنیو څخه کار اخیستل شوی دی او ۶۹ فیصده قضیو کې د داعش د آنلاین پیغام رسونې نه استفاده شوی ده.

ددې بنسټ رئیس کارن گرینبرگ وویل چې په هغو مواردو کې چې د داعش د آنلاین پیغام رسونې پورې اړوند دي په سلو کې ٥٨ یې د تاوتریخوالي ډک بوگنوونکو تصویرونه درلودل. هغه زیاته کړه چې ددې پیښو اکثر عاملان شاو خوا شل کلن او اکثرو یې مستعار نوم درلوده.

گرینبرگ وویل "دغه رپوټ وایي چې د یوې سمې راتلونکې په لور ددغو ځوانانو د لارښوونې لپاره د هغوی په فردي شرایطو او اړتیاو باندې باید تمرکز وشي."

د اورلاندو د پیښې وروسته داعش د افغان ماشومانو دغه تصویر په پخلو ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ

انټرنیټي جبهه

د داعش د آنلاین پیغام رسونې په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د هڅو اکثره پایلې تر اوسه کمرنگه وی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تعامل د مرکز یوه مسؤله میگن لاگریف وایي له دې سره سره چې د امریکا حکومت د ویلو پلاره ښه خبرې لري، خو د هغې د بیان لپاره ډیر باوري آواز نه لري.

میرمن لاگریف وویل "په داسې حال کې چې د یو شخص د مفکورې په بدلولو کې ښایي ښه بریالیتوب ولري، خو په تاوتریخوالي باندې ددې کسانو د باور د اوښتو په مخنیوي کې کولو شو موثر رول ولرو."

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په پام کې لري چې په انټرنیټ کې د داعش د پروپاگند په وړاندې د مبارزې لپاره لس میلیونه ډالر ایالتونو، غیر دولتي سازمانونو او د زده کړو بنسټونو ته ورکړي.

د تشده ډکې سخت دریځې په وړاندې د مبارزې د یوې ډلې رئیس جورج سلم، وویل "پلټنو څرگنده کړې چې تنکي ځوانان د ترهگرو او د ترهگریزو سازمانونو قربانیان دي، او دا ددغو تنکیو ځوانانو او ماشومانو د سخت دریځه کیدو د مخنیوي لپاره یوه معتبره ناره ده."

د ښاغلي سلم په وینا د امریکا د کورني امنیت وزارت په پام کې لري چې د داعش د پروپاگند پر ضد د انټرنیټي مقابلې په څنگ کې په یو پراخ او منسجم چلند سره ټولنیز او رواني خدمتونه هغو کسانو ته وړاندې شي چې د هغوی د سخت دریځه کیدو اندیښنه شته.