د "داعش اړوند سخت دریځو" سعودي عربستان کې برید کړی

د سعودي عربستان پر یو امنیتي مرکز باندې د وسله والو کسانو په برید کې څلور بریدگر وژل شوي او درې تنه امنیتي کسان ټپیان شوي دي.

د العربیه دولتي تلویزیون په یو ټویټري پیغام کې لیکلي چې د یکشنبې په ورځ (اپریل ٢١) د ریاض په شمال لویدیځ کې د سعودي عربستان پر یوې امنیتي ادارې باندې د اسلامي دولت ډلې پورې تړلو سخت دریځو برید کړی دی، خو تر اوسه د اسلامي دولت ډلې یا داعش ددې پیښې مسؤلیت ندی منلی.

د سعودي عربستان امنیتي مقاماتو چې د بریدگرو مړي ورسره دي د رسنیو سره په خبرو کې بریدگر "تروریستان" گڼلي خو د هغوی د هویت په اړه څه ندي ویلي.

د زلفي ښار په دغه برید کې چې د سعودي د پلازمینې ریاض په ٢٥٠ کیلومترۍ کې موقعیت لري بریدگرو د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت یو مرکز باندې برید وکړ، خو د امنیتي قواو ډزو ودانۍ ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله.

د الشرق الاوسط ورځپاڼې د سعودي عربستان د مقاماتو په قول لیکلي چې دوه بریدگر د امنیتي منسوبینو په ډزو کې وژل شوي دي.

ددې ورځپاڼې د رپوټ له مخې دریم بریدگر د تیښتې پر مهال ووژل شول او څلورم بریدگر د چاودیدونکو توکیو ډک واسکټ والوزوه او ځان یې وواژه.

دوې اونۍ مخکې هم څلورو بریدگرو د سعودي عربستان په ختیځ کې په یوه شیعه میشته سیمه کې پر یو امینتي مرکز باندې برید کړی و چې دوه تنه یې ووژل شول او دوه تنه نور یې ونیول شول.