داعش په ایران کې د خونړیو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست

د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ایران کې د چهارشنبې د ورځې د خونړیو چاودنو مسوولیت ومانه چې په ترڅ کې یې ۸۴ کسان وژل شوي او ۱۷۱ کسان ټپیان شوي دي.

دا دوه چاودنې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ دریمه د ایران په کرمان ښار کې هغه ځای ته څېرمه وشوې چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د تلین مراسم په کې ترسره کېدل.

داعش د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ په څلورمه (مرغومي ۱۴) د ټیلیګرام په چینل باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دوی دوو غړو "خپل ځانمرګي واسکټونه" د سلیماني د تلین په مراسمو کې چولي دي.

قاسم سلیماني د داعش یو له سختو دښمنانو څخه و او هغه په منځني ختیځ کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو نیابتي ځواکونو سره مرسته کوله.

ایراني چارواکو په پیل کې ویلي وو، چې چاودنه د هغو بمونو له امله شوې، چې په دوو بکسونو کې ځای پر ځای شوي وو او له لرې څخه منفجر کړای شول. وروسته بیا د ایران دولتي اژانس (ایرنا) د یو ایراني مقام له قوله رپوټ ورکړ چې لږ تر لږه لومړنۍ چاودنه ځانمرګی وه او زیات احتمال شته چې دوهمه چادونه هم ځانمرګی وي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د خبر له شبکې سره په خبرو کې دا پیښه یوه "دسیسه" وبلله. هغه زياته کړه، چې لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې رامنځته شوه او کله چې ژغورونکي او خلک د ټپيانو د مرستې لپاره ورغلل، نو دويمه چاودنه د درېيو بجو او شل دقیقو په شاوخوا کې وشوه. وحيدي وويل، چې تر ټولو زياته مرګ ژوبله دويمه چاودنه ده.

تر دې مخکې د ایران د ولسمشر د مرستیالانو په ګډون ایراني مقاماتو ویلي وو چې په دې برید کې اسرائیل او امریکا لاس لري، خو امریکايي چارواکو د ایران دغه ادعا رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د ایراني چارواکو دا ادعا "مسخره" وبلله او ویې ویل: "امریکا په هیڅ ډول په دې برید کې لاس نه درلود."

ایران په تیرو وختونو کې هم د داعش او نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو له خوا د خونړیو بریدونو شاهد و، خو ایراني چارواکو د دې بریدونو پړه پر اسرائیلو اچولې ده.

له دغو خونړیو بریدونو وروسته د پنجشنبې په ورځ د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران د ایسنا اژانس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په پولو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. له افغانستان او پاکستان سره د ایران اوږده پوله تل د افراطي ډلو او د انسان او مخدره موادو د قاچاق د شبکو له خوا کارول شوې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغې پېښې له امله ترکیې ته خپل مخکېنی پلان شوی سفر وځنډاوه او د پنجشنبې په ورځ جنورۍ څلورمه یې په ایران کې ملي ماتم اعلان کړ. ایراني مشرانو خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو غچ به واخلي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز او فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.