په پېښور کې یو سیک وژل شوی؛ داعش ادعا کوي چې دوی وژلی 

یو شمېر نا معلومه وسله والو د خیبر پښتونخوا د پېښور په ښار کې یو سیک په ډزو وواژه او وتښتېدل.

د پولیسو یو مشر ګوهر خان وايي په ۳۵ کلن منموهن سینګ باندې برید قصدي عمل ښکاري. نوموړي وویل چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. دا پېښه د شنبې په ماښام شوی و او پولیس وایي منموهن سینګ کور ته په لار و چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

په همدې حال کې د اسلامي دولت داعش ډلې په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې منموهن سینګ دوی وژلی. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې منموهن سینګ «مشرک» و. تر دغه برید یوه ورځ مخکې یو بل سیک هم په یوې پېښې کې ژوبل شوی و، د داعش ډله وايي هغه کار هم دوی کړی و.

دا په روان کال کې درېیم سیک دی چې په پاکستان کې وژل کېږي. تېره میاشت د لاهور په ښار کې د سردار سینګ په نوم یو بل سیک ووژل شو.

د اپریل په میاشت کې وسله والو د پېښور په ښار کې د دایال سینګ په نوم یو بل سیک وواژه.

تېرکال د مۍ په میاشت کې په پېښور په یو بل برید کې دوه سیکان ووژل شول.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو وروسته ډېر سیکان هند ته ولاړل، خو زرګونه نور یې په دغه هېواد کې پاتې شول او ارام ژوند یې کاوه. خو په پاکستان کې د افراطیانو له لوري په سیکانو، مسیحیانو او نورو مذهبي اقلیتونو باندې بریدونه زیات شوي او روان دي.