داعش په سوریې کې ۱۴ حکومتي سرتیري وژلي

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې سه شنبه جنوري نهمه (مرغومي ۱۹) ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش یوې ډلې د سوریې په دښتې کې په یو نظامي بس موټر برید کړی، لږ تر لږه ۱۴ سرتیري یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپي کړیدي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پدې هیواد کې دننه پراخې شبکې لري ویلي چې برید د پالمیرا لرغوني ښار سره نږدې په یوې دښتې کې په نظامي بس شوی.

د سوریې دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې دا برید تائید کړی خو د سرتیرو مرګ ژوبله یې کمه ښودلې.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د پالمیرا په جنوب کې په دښتې کې د پوځ په بس موټر برید شوی او اته سرتیري پکې وژل شویدي.

دا په روان میلادي کال کې د داعش دویم برید دی چې د سوریې د رژیم سرتیري پکې وژل کیږي.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې تیره اوونۍ هم د اسلامي دولت جګړه مارانو په ختیځې دښتې کې په څو نظامي پوستو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه نهه سرتیري او د ملیشو غړي پکې وژل شوي و.

تر دې وړاندې تیر کال د اګست په میاشت کې هم د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په برید کې د دې هیواد ۲۶ پوځیان وژل شوي و.

که څه هم چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې په عراق او سوریه کې له ډېرو سیمو شړل شوی، خو د دغې ډلې وسله وال چې په دښتو او لیرې پرتو غرنیو سیمو کې پټ ډي، وخت ناوخته په سوریه کې خپل بریدونه کوي. د دې ډلې افراطيان خپل زیاتره مرګوني بریدونه په ملکي وګړو، کردي جنګیالیو، د سوریې په حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړ نه د برخورداره جنګیالیو پر ضد ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، داسې ښکاري چې په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او یوازې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد رژیم د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زوره وځپل.

د سوریې شخړه اوس پېچلې شوې ده. د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې بهرني ځواکونه هم په دې جګړه کې ښکیل دي او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د سوريې په جګړه کې د دغه هېواد بنسټيزو تاسيساتو او صنعت ته سخت زیان رسېدلې دی.