اسرائیل له متحدو عربو اماراتو سره د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړ 

د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو روابط

د اسرائیل مقامات وايي د متحدو عربو اماراتو سره یې د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړی چې دا له عربې نړۍ سره د اسرائیل دا ډول لومړی تړون بلل کېږي.

په متحدو عربو اماراتو کې د اسرائیل سفیر امیرهایک نن سه شنبه مۍ ۳۱ (غبرګولي لسمه) په خپل ټویټر کې د دغه تړون «مبارکي» ورکړې ده.

په اسرائیل کې د متحدو عربو اماراتو استازي محمد ال خاجا دا یو «غیر مترقبه لاس ته راوړنه» بللې ده.

هغه لیکلي دي: «د دواړو غاړو سوداګر به مارکیټ ته د ژر لاسرسي او کمې تعارفې څخه ګټه واخلي، زموږ ولسونه ګډ کار کوي چې تجارت، کاري فرصتونه او نوي مهارتونه ډېر او همکاري زیاته کړي.»

د اسرائیل مقامات وايي د تړون په اساس به د ټولو تجارتي تولیداتو ۹۶ سلنه کمرکي محصولات لغوه کېږي.

د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په منځګړتوب په ۲۰۲۰ کې متحدو عرب اماراتو او اسرائیل د دپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو تړون لاسلیک کړ. همدغه راز اسرائیل له بحرین او مراکش سره هم دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

د فرانسې خبري اژانس د اسرائیل د مقاماتو له خولې لیکلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرکال دوه اړخیز تجارت شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر و.

د اسرائیل او اماراتو د سوداګرۍ د شورا مشر دوریان بارک وړاندوینه کړې چې دا تجارت به ډېر ژر دوه برابره شي.

هغه په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو تجارت، چې د تجدید پذیره توکو، مصرفي اموالو، سیاحت او د ژوند ژواک د علومو په برخو کې د همکارۍ له کبله غوړېدلی، په ۲۰۲۲ کې به له دوو میلیاردو څخه اوړي او په پنځو کلونو کې به پنځه میلیاردو ته رسېږي.»

ښاغلي بارک زیاته کړې ده چې دوبۍ په چټکۍ سره د اسرائیلي شرکتونو په مرکز بدلېږي، چې د خپلو صادراتو لپاره د جنوبي اسیا، منځني ختیځ او لېري ختیځ په مارکیټونو کې بازار لټوي.

نوموړي ویلي دي چې د روان کال تر پای پورې به شاوخوا ۱۰۰۰ اسرائیلي شرکتونه په اماراتو کې او د اماراتو په واسطه کار پيلوي.

متحده عرب امارات په خلیج کې لومړی هېواد و چې له اسرائیل سره یې روابط عادي کړل. تر دوی مخکې مصر او اردون هم له اسرائیل سره روابط عادي کړي وو. فلسطینیانو د دوی ترمنځ د اړیکو د عادي کولو «ابراهیم تړون» غندلی.

دوه ورځې مخکې زرګونه اسرائیلیان په بیت المقدس کې مارش وکړ او په ۱۹۶۷ کې یې د اسرائيل له لوري د بیت المقدس د نیولو ورځ ونمانځله.

د فرانسې د خبري اژانس په راپور اسرائیل په ۱۹۸۰ کې د بیت المقدس ختیځیه برخه جلا کړه چې تر دې دمه نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی.

متحدو عربو اماراتو تېره ورځ د الاقصی جومات په احاطې کې د اسرائیلیانو دا کار وغنده او هغه یې د مسلمانانو په سپېڅلي ځای کې تیری وباله.

متحدو عربو اماراتو د الاقصی جومات د بشپړ خوندیتوب او هلته د خشونت د مخنیوي لپاره په خپل کلک دریځ ټېنګار کړی دی.