د اسرائیل پوځ له اوو کالو وروسته بیا په لبنان هوایي بمباري کړې

دا په تیرو ۷ کالونو کې لومړي ځل دی چې د اسرائیل هوایي ځواک په لبنان هوایي بمباري کوي.

د اسرائیل هوایي ځواک وایي په تیرو ۷ کالونو کې یې د لومړي ځل لپاره په ګاونډي هیواد لبنان کې هوایي بمبارۍ کړي. اسرائیل وایي هوایي بمبارۍ یې ځکه کړي چې دویمه ورځ ده د لبنان نه پدې هیواد توغندي واریږي.

د اسرائیل پوځ د راکټي بریدونو په هکله په ټویټر کې لیکلي، "نن وختي د لبنان نه د اسرائیل په خاورې توغندي وار شوي. په ځواب کې جنګي جیټ الوتکو هماغه ځایونه او زیربناوې بمباري کړلې چې توغندي ترې وار شوي و. "

د اسرائیل هوایي ځواک همدرانګه ویلي هغه هدف هم بمباري شوي چې تیره اونۍ ترې راکټونه توغول شوي وو.

د اسرائیل الوتکې معمولاً په غزې کې په فلسطیني وسله والو ډلو او په سوریه کې د حزب الله او ایران په مشکوکو اهدافو هوایي بریدونه خو د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا دا لومړي ځل دی چې په لبنان کې هوایي برید تائیدوي.

په لبنان کې د المنار تلویزیون چې د حزب الله شعیه وسله واله ډله یې چلوي، ویلي چې د اسرائیل هوايي ځواکونو د شپې په ۱۲ بجو او ۴۰ دقیقو د محمودیه ښارګوټي سره په نږدې سیمو دوه هوایي بمبارۍ کړي.

تر اوسه د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې او ورانۍ په هکله څه ندي ویل شوي.

په همدې حال کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو قوماندان جنرال سټیفانو ډیل کول ویلي چې د دواوړ خواوو سره د نږدې نه په اړیکه کې دی او د آرامۍ غوښتنه یې کړې.