اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ، نومبر اوومه (لړم ۱۷مه) د لبنان د پلازمینې بيروت په جنوبي سیمو باندې نوې هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې په ختیځو او جنوبي سیمو کې په ورته بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ووژل شول.
د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې اسرائیلي ځواکونو د لبنان د نړیوال هوايي ډګر ته نږدې سیمه بمباري کړه، چې د اسرائیلي پوځ له خبرداري وروسته تخلیه شوې وه. د اسرائیل پوځ ویلي چې په دغو بریدونو کې د حزبالله پوځي مرکزونه او زیربناوې په نښه شوي دي.
بلخوا د حزبالله نوي مشر، نعيم قاسم د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د حزب الله جنګيالي به تر هغه وخته پورې جګړه وکړي، ترڅو اسرائيل د سولې غوښتنې ته غاړه کیږدي. هغه له يو ناڅرګند ځای څخه په يو ثبت شوې وينا کې وويل: "موږ به دښمن اړ کړو چې د يرغل د پای ته رسولو غوښتنه وکړي."
هغه زیاته کړه، که اسرائیل خپل بریدونه ودروي، د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره لاره هواره ده. هغه ټینګار وکړ چې د بریدونو د بندیدو په ترڅ کې به د خبرو اترو لاره د لبنان حکومت او د دغه هېواد د پارلمان د رئیس له لارې په غیر مستقیم ډول پرانستل شي.
د مړو او بې ځایه شويو کسانو د شمېر زیاتوالی
په تېرو ۱۳ میاشتو کې د اسرائیل او د حزبالله ډلې ترمنځ د نښتو له امله په لبنان کې له ۳۰۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دا مرګ ژوبله ډېره د سپتمبر له نیمايي وروسته او د اکتوبر په لومړیو کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د لبنان جنوب ته له داخلېدو وروسته رامنځته شوي دي. همدارنګه، د دې نښتو له امله له يو ميليون څخه زيات کسان بې ځایه شوي دي.
حماس او حزبالله ډلې د امريکا او ځينو لویديځو هېوادونو له خوا د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل شوي دي.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو اټکل کړی چې پدې وروستیو کې د غزې په شمال کې، چېرته چې اسرائیلي ځواکونو په تېرې مياشت کې د حماس پر جنګيالو بریدونو ته زور ورکړی دی، شاوخوا ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو وياند ستيفن دوجاريک د چهارشنبې په ورځ وويل: "اټکل کېږي چې د ۷۵ زره تر ۹۵ زره کسان لا هم د غزې په شمال کې پاتې دي. د تېرو مياشتو په ترڅ کې په دې سيمه کې د جګړې د قربانيانو شمېر سلګونو تنو ته رسېدلی دی. "
په غزه کې د پولیو د واکسین پراخ کمپاین
د سې شنبې په ورځ په غزه کې د پوليو واکسین يو پراخه کمپاین پای ته ورسېد. د ملګرو ملتونو د وياند په حواله، په دې کمپاین کې د غزې زياتې برخې تر پوښښ لاندې راغلې او له اټکل څخه زيات، د لسو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسين شوي دي.
د نوموړي په وینا، د غزې په جنوب کې ۹۱ سلنه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی، خو په شمالي غزې کې د نښتو له امله دا کچه ۸۸ سلنه ده.
دغه کمپاین د روغتيا نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (يونيسف) او د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اونروا) په همغږۍ ترسره شو.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر تړل
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (اونروا) کمیشنر فیلیپ لازاريني د چهارشنبې په ورځ له نړيوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دا غوښتنه د اسرائیل له خوا د دوو نويو قوانینو له تصويب وروسته وشوه، چې موخه یې د دې دفتر د فعاليتونو ځنډول دي، کوم چې په راتلونکې کال کې به عملي شي.
دغه قوانين په اسرائیل او فلسطيني سيمو کې د (اونروا) فعاليت محدودوي او دولتي چارواکې نه پریږدي چې له دې دفتر سره اړیکې ونیسي.
لازاريني خبرداری ورکړ چې دغه اقدامات کولای شي د فلسطيني کډوالو لپاره د بنسټیزو خدماتو په وړاندې کولو باندې منفي اغېزې ولري.
هغه خبرداری ورکړ چې که اسرائيل د (اونروا) د دفتر په تړلو کې بريالی شي، نو د ملګرو ملتونو بشردوستانه غبرګون به د فلسطينيانو لپاره له منځه ولاړ شي، کوم چې تر ډېره بریده ددغه دفتر به زيربنایي مرستو متکي دي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي، رياض منصور، د یاد دفتر د تړلو په غبرګون کې وويل: "پر ملګرو ملتونو دا يوازې يو بدنامه کوونکې تور نه دی، بلکې په حقیقي نړۍ کې حقیقي پایلې هم لري. "
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اونروا) په ۱۹۴۹ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د يوې پرېکړه لېک له مخې د فلسطيني کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ شوی و.