اسرائیل په سیمه ایز وخت شنبه اکټوبر ۲۵ ( لړم څلورمه) وویل چې په ایران یې هوایي بریدونه پای ته رسیدلي او زیاتوي چې د ایران د توغندیو جوړولو تاسیسات، د ځمکې څخه ځمکې ته د توغیدونکو راکټونو ذخیرې او نورې هوایي وړتیاوې ویشتلي دي.
د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې راغلي، "د استخباراتو له مخې، د اسرائیل هوایي ځواک الوتکو د توغندیو جوړولو مرکزونه ویشتلي دي چې ایران پکې هغه ډول توغندي جوړول چې تیر کال یې د اسرائیل په دولت د برید لپاره کارلي و".
د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ایران کې د نظامي اهدافو په نښه کولو لپاره دې هیواد خپل دفاعي او تعرضي امکانات په بشپړه توګه جګړې ته چمتو کړي.
اسرائیل ایران ته دا خبرداری هم ورکړی که ددې بریدونو څخه وروسته د کړکیچ د ډیروالي بل پړاو پیل کړي، "دروند قیمت" به ادا کاندي.
د اسرائیل پوځ ویاند په اعلامیې کې ویلی، "زمونږ پیغام واضح دی. هغوي چې د اسرائیل دولت ګواښي او غواړي چې دا سیمه پراخې جګړې خوا ته ورټیل وهي، غټ قیمت به ادا کاندي".
دانیال هګاري همدرانګه ویلي چې که د ایران حکومت بل اقدام وکړي، دوي به یې ځواب ووایي.
اخوا بیا ایران ویلي چې هوایي دفاع سیستم یې په کامیابۍ سره د اسرائیل بریدونه شنډ کړي او ځینو ځایونو ته "محدود زیان" رسیدلی دی. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې اسرائیل د تهران، خوزستان او الهام په ولایتونو کې نظامي اهداف ویشتلي دي.
په اعلامیې کې د پوځ ویاند، دانیال هګاري له خلکو غوښتي چې "تیار او بیدار" دې وي. اسرائیل ویلي چې کابینې دا برید منظور کړی او د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په امر شوی.
د اسرائیل پوځ دا ندي ویلي چې آیا په ایران به نور بریدونه هم وکړي او که نه، خو په پایتخت تهران کې مطبوعات وایي چې له هوایي ډګر پروازونه کیږي خو بل پلو بیا یو شمیر هیوادونو ویلي چې د ایران له هوایي حریم هیڅ الوتکې تګ راتګ نکوي.
په ایران کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې او زیان په هکله تر اوسه هیچا څه ندي ویلي خو تازه د ایران دولتي تلویزون پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، یوازې دومره ویلي چې د پایتخت تهران په شاوخوا کې د شپږو چادونو غږونه اوریدل شوي.
په ایران کې مطبوعاتو په سمیه ایز وخت شنبه وختي ویلي چې په پایتخت تهران کې د ګڼو چاونو غږونه اوریدل شوي خو دا یې ندي ویلي چې چاودنې د څه شي له کبله دي.
د تسینم او فارس خبري اژانسونو په راپورونو کې ویل شوي چې د چاودنو غږونه د تهران په لویدیځ کې اوریدل شوي.
پخپله د ایران حکومت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د تهران تر څنګ د کرج ښار سره نږدې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي خو د علت په هکله یې هیڅ هم لا ندي ویل شوي.
یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چاودنې غږونه دومره لوړ و چې ټول آسمان سور شوی و.
اسرائیل د روانې اکټوبر میاشتې له لومړۍ نیټې چې ایران پرې نږدې ۲۰۰ بالاستیک توغندي وار کړل، هوډ څرګند کړی و چې ځوابي برید به کوي او پدې هکله یې د متحده ایالاتو سره سلا مشورې هم کړې وې.
ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی و چې د اسرائیل هر ډول برید په غبرګون به جدي ځواب ووایي.
په عین حال کې په سوریې کې مطبوعاتو ویلي چې اسرائیل د ایران تر څنګ یې د سوریې په مرکزي او جنوبي برخو کې هم نظامي سیمې بمبارد کړیدي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې او زیان په هکله څه ندي ویل شوي.
غبرګونونه:
متحده ایالاتو په ایران کې په نظامي اهدافو باندې د اسرائیل بریدونه د "خپلې دفاع لپاره تمرینات" بللي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویټ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه په اسرائیل باندې د روانې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټې د ایران د بالاستیک توغندیو بریدونو په ځواب کې شویدي.
په عین حال کې د امریکا د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیل تر برید وړاندې متحده ایالاتو ته احوال ورکړی و.
دې امریکایي چارواکي دا هم ویلي چې په ایران کې په نظامي اهدافو د اسرائیل بریدونو کې امریکا دخیله نده.
سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته په ایران باندې د اسرائیل بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او هغه حالات له نږدې څاري.
امریکایي مطبوعاتو د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي چې اسرائیل پدې بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات او د تیلو تصفیه خانې ندي په نښه کړي.
په عین حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د خپل اسرائیلي سیال، یواف ګلانت سره خبرې کړیدي.
د امریکا یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دا خبرې تائید کړي خو دا یې ندي ویلي چې دواړو مشرانو په کومو موضوعاتو خبرې کړي او دا چې هغوي څومره خبرې کړیدي.