د اسرائیل د پوځ ویاند: حماس نه شي ختمېدای

د اسرائيل د پوځ ویاند ډانیا هاګاري

د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هاګاري د چهارشنبې په ورځ جون۱۹ (جوزا۳۰) وویل چې حماس ختمېدای نه شي. دا څرګندونې د اسرائيل د حکومت تند غبرګون پارولی او رد کړې یې دي.

د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د حماس له ناببره بریدونو څخه وروسته د غزې جګړه پیل شوې ده او د اسرائيل صدراعظم ویلي دي چې دحماس تر ختمېدو پورې به روانه وي.

د اسرائیل د پوځ ویاند د اسرائیل ۱۳ چاینل خبري رسنۍ ته وویل: «دا چې وایو موږ به حماس ورک کوو، دا د خلکو په سترګو کې خاورې شېندل دي. که د کار په پای کې بدیل وړاندې نه کړو، حماس به موجود وي.» هغه زیاته کړه: «حماس یوه مفکور (ایدیالوژي) ده او موږ دا نه شو ورک کولای.»

د نوموړي دا څرګندونې د اسرائيل د صدراعظم د دفتر له لورې سمدستې رد شوې دي. دغه دفتر په یوې اعلامیې کې تاکید کړی چې د حماس د تندلارې ډلې نابودۍ ته ژمن دي. د اسرايل د حکومت کابینې هم ویلي دي چې د غزې عملیات به د حماس تر ماتې پورې روان وي.

د بینیامین نتنیاهو دفتر په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي: «د صدراعظم نتنیاهو په مشرۍ سیاسي او پوځي کابینې د دغې جګړې د یو هدف په توګه د حماس د پوځي او حکومتي وړتیاو ویجاړول تعریف کړي دي.» اعلامیه وايي «له شک پرته چې د اسرائیل د دفاع وزارت دې ته ژمن» دی او له دې پرته هره «بله ادعا دا بیان له خپلې محتوا څخه» وباسي.

د فرانس پرس اژانس د اسرائیل د رسمي شمېرو په اساس ویلي دي چې حماس ډلې د اکتوبر د میاشتې په بریدونو کې د اسرائیل د مقاماتو په وینا ۱۱۹۴ خلک وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

حماس همدغه راز ۲۵۰ کسان یرغمل کړل چې لا هم ۱۱۶ تنه یې ورسره دي او ویل کېږي چې ۴۱ یرغمل شوي مړه شوي دي.

د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۷زره فلسطینیان وژل شوي دي،‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.