د اسرائیل او حماس د جګړې سل ورځې وشوې

د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د غزې ډیره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې د سلو ورځو له پوره کېدو وروسته، د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) د غزې په تړنګه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو دوام درلود چې د غزې د روغتیايي چارواکو په خبره، لږترلږه ۱۰ تنه پکې مړه شول.

د دواړو خواو ترمنځ جګړه د اکتوبر په اومه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو په اسرائیل کې برید وکړ چې په نتیجه کې یې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

په تیرو سلو ورځو کې لږترلږه ۱۰۵ برمته کسان بیرته خوشی شوي، خو ډير نور لاهم بندي ساتل شوي چې خپلوان یې اندېښمن دي.

جیمي میلر د هغه څلور کسیز فامیل غړی دی چې یو تن یې له حماس سره برمته دی. هغه وویل: "په بند کې خواړه نلري، رڼا نلري، اوبه نلري اصلاً هیڅ ډول انساني حالت نلري."

حماس، چې د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله بلل کیږي، ټینګار کړی چې د برمته شویو کسانو سره ښه رویه کوي.

ددې ډلې جګپوړي غړي، اسامه حمدان د اسرائیل او قطر تر منځ برمته کسانو ته د درملو لیږلو تړون ته په اشارې سره وویل: "موږ د هغوی درملنې ته ژمن یو، خو موږ به یې درملنه په هغومره درملو کوو چې د خپلو خلکو دپاره یې لرو. پدې برخه کې د خپلو قطري وروڼو مننه کوو چې لاس په کار شول او درمل رالیږي."

په غزې کې د حماس ډلې د روغتیا وزارت وایي، د اسرائیل په هوایي او ځمکنیو پوځي عملیاتو کې تراوسه په تخمیني ډول ۲۴زره فلسطینیان وژل شويدي. پدې کې لوی شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس نږدې ۸۵ سلنه یې بېځایه شوي دي. پدې کې د هبه بکر په څیر شپږ میاشتنۍ میندواره مېرمن هم ده.

بکر وویل: "زه به ماشوم ولرم، خو حیرانه یم چې دا تکلیف څنګه رفع کړم. چیرته به یې وزیږوم او د ماشوم تر پیدا کیدو وروسته به یې پالنه څنګه کوم."

د کاتولیکانو روحاني مشر پاپ فرانسیس د امن غوښتنه کړې ده. هغه وویل: "جګړه په ذات کې د بشریت ضد جرم دی. خلک امن غواړي، نړۍ امن غواړي."

په تیرو دوه ورځو کې، د روم نه نیولی تر لندن او واشنګټن پورې خلکو د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې عامه فشار ته غاړه نه ږدي.

نتنیاهو وویل: "اوس وخت څه شی چې لازم دی هغه د جګړې د لګښت برابرول دي، ترڅو وکړای شو چې په روان کال کې جګړې ته دوام ورکړو او داسې یې ختمه کړو چې حماس له منځه یوسو او زموږ برمته کسان بیرته ستانه شوي اوسي."