اسرائیل: د پنځم اسلامي هیواد سره مو اړیکې عادي کیږي

د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر هیله څرګنده کړې چې د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو دمخه به اسرائیل د پنځم مسلمان هیواد سره رسمي اړیکې ټینګې کړي.

د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر اوفر اکونیس د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۳ (مرغومي ۳) د اسرائیل د یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې سپینه ماڼۍ به ډیر ژر د یو بل اسلامي هیواد سره د اسرائیل د اړیکو عادي کیدل اعلان کړي، خو ددغه هیواد د نوم له ذکر کولو نه یې ډډه وکړه.

د ښاغلي اکونیس په وینا تر اوسه دوو نورو هیوادونو د اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته تیاری ښودلی دی. دغه اسرائیلي مقام ددغو دوو هیوادونو د نوم له اخیستلو څخه هم ډډه وکړه، خو همدومره یې وویل چې یو ددغو هیوادونو څخه د خلیج په حوزه کې دی.

د اسرائیل سره د عربستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي اکونیس وویل دغه دوه هیوادونه عربستان او پاکستان ندي.

د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې او د سپینې ماڼي د منځګړیتوب په نتیجه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، سودان او مراکش سره د اسرائیل اړیکې عادي شوې.

فلسطینیان اندیښنه لري چې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو دوام د فلسطیني اشغال شویو ځمکمو څخه د اسرائیل د وتلو او د یو خپلواک فلسطیني دولت د منلو لپاره ددې هیواد اوږدمهاله دریځ کمزوری کوي.

کڼ میشته اسلامي هیواد اندونیزیا، تیره اونۍ اعلان وکړ چې د یو خپلواک هیواد د لرلو لپاره د فلسطینیانو د حق تر پوره کیدو پورې به اسرائیل په رسمیت ونه پیژني.