د اسرائیل د مالیې وزیر: لویدیځه غاړه کې د یهودانو ښارګوټي له اسرائيل سره یوځای کوم

د اسرائیل د مالیې وزیر بزالل سموتریچ دوشنبه نومبر ۱۱ ( لړم ۲۱) ژمنه وکړه چې په قبضه شوې لویدیځه غاړه کې د ناقلو یهودانو لپاره جوړ شوي ښارګوټي به په ۲۰۲۵ کال کې د اسرائیل د خاورې سره یو ځای کړي.

د اسرائیل دې جګپوړي چارواکي همدارنګه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوباره واک ته رسیدل یې "مهم فرصت" وباله.

سموتریچ پارلمان ته په وینا کې وویل چې د اسرائیل د دفاع په وزارت کې یې د ناقلو یهوادانو د میشت کیدو چارو د څانګې مشر او ملکي ادارې ته امر کړی چې د خودمختارۍ عملي کیدو لپاره لازمې زیربناوې برابرې کړي.

د اسرائیل دې سخت دریځ وزیر وویل، " د خدای په مرستې به ۲۰۲۵ کال د یهودانو او سامره لپاره د خومختارۍ کال وي." هغه د لویدیځې غاړې لپاره هغه نومونه کارولي چې په انجیل کې یې یادونه شوې.

د اسرائیل د مالیې وزیر د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بری "نه باور کیدونکی" بللی، هغه ته یې مبارکې ورکړې او دا بری یې د اسرائیل دولت لپاره هم مهم فرصت بللی دی.

هغه ویلي، "ډونالډ ټرمپ پخپلې لومړۍ دورې کې د ځینو مهمو اقداماتو رهبري کړې وه".

ټرمپ پخپلې لومړۍ دورې کې په قبضه شویو ګولان غونډیو کې د اسرائیل خودمختاریت په رسیمت وپیژانده او د نورې نړیوالې ټولنې برعکس یې د متحده ایالاتو سفارت بیت المقدس ته ولیږداوه او هم یې د عربي هیوادونو سره د اسرائیل اړیکو عادي کیدو کې منځګړتوب وکړ.

د ابرهم تړونونو څخه وړاندې چې له مخې یې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو اړیکې عادې کیدلې، د اسرائیل حکومت د خپلې خاورې سره په لویدیځه غاړه کې د ناقلو یهودانو ښارګوټو یو ځای کولو پلان درلود خو وروسته د خپل دې پلان څخه تیر شول.

د اسرائیل د مالیې وزیر پدې هکله وویل، " مونږ په یهودا او سامره کې د خودمختارۍ عملي کیدو ته نږې شوي و. اوس یې وخت راغلی چې وې کړو".

هغه وویل چې ددې موضوع په هکله به د متحده ایالاتو د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

اسرائیل په ۱۹۶۷ میلادي کال کې لویدیځه غاړه قبضه کړله. فلسطینیان ادعا لري چې دا سیمه یې د راتلونکي خپلواک دولت یوه برخه ده او په پرله پسې توګه یې خبرداری ورکړی چې پدې سیمې کې د ناقلو یهودانو لپاره د ښارګوټو جوړول د سولې په مخکې خنډ دی.

په لویدیځه غاړه کې نږدې درې میلیونه فلسطینیان او تقریباً پنځه سوه زره اسرائیلیان په هغو سیمو کې ژوند کوي د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني بلل شویدي.