اسرائیل په متحدو عربو اماراتو کې سفارت پرانیست 

د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو دپلوماتیکې اړیکې تېر کال پیل شوې

د اسرائیل د بهرنیو چارو نوی وزیر وزیر یائیر لاپېد په لومړي ځل متحدو عربو اماراتو ته سفر کړی.

ښاغلي لاپېد د سه شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۸) رسمآ په ابوظبهي کې «د اسرائیل سفارت» پرانیست.

نوموړي په خپل ټویټر کې د متحدو عربو اماراتو د فرهنګ او ځوانانو د وزیر سره خپل ګډ تصویر خپور کړی دی او لیکلي دي: « په ابوظهبي کې د اماراتو د ځوانانو او فرهنګ له وزیر سره د اسرائیل د سفارت پرانیستل.»

ښاغلي لاپېد اماراتو ته خپل دا سفر «تاریخي شېبه» یاده کړې ده. دا په خلیج کې د اسرائیل لومړی سفارت بلل کیږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تېرکال دپلوماتیک روابط پیل شول او لومړی ځل دی چې هغه په «رسمي دولتي» سفر متحدو عربو اماراتو ته ځي.

تر دې مخکې د اسرائیل مخکنی صدراعظم بینیامین نتنیاهو هم متحدو عربو اماراتو ته تللی و.

اسرائیل او متحدو عربو اماراتو د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو او پیلولو موافقه وکړه او امارات لومړی عربي هېواد و چې له اسرائيل سره یې د «ابراهیم» په نامه تړون لاسلیک کړ.

له اماراتو وروسته بحرین، سودان او مراکش هم له اسرائیل سره اړیکې ښې او پیل کړې. البته مصر لومړی عربي هېواد و چې په ۱۹۷۹م کې یې له اسرائیل سره روابط عادي کړي وو.

فلسطینیانو له اسرائیل سره د عربو هېوادونو د اړیکو عادي کېدل غندلي وو.