اسرائیل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادراې هغه راپور رد کړ چې پکې د اسرائیل په دفاعي ځواکونو په غزې کې د بشري حقونو جدي سرغړاونو تورونه لګیدلي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې اکثریت دا تورونه بشري جنایت بلل کیدی شي.
خو په ژنیو کې د اسرائیل سیاسي استازولۍ جمعه نومبر ۸ ( لړم ۱۸) په یوې اعلامیې کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د راپور موندنې په "بشپړه توګه" رد کړلې.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د بشري حقونو دا نړیواله اداره په غزې کې د واقعیت په انعکاس ورکولو کې پاتې راغلې او دا هم پکې ویل شوي چې دې ادارې پخپل راپور کې د حماس او نورو "ترهګرو سازمانانو" کړنې په "قصدي توګه" له پامه غورځولي چې ملکیانو ته زیان رسوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې په غزې کې د هغه "ډاروونکي واقعیت" جزیات خپاره شوي چې د تیر کال د نومبر میاشتې څخه نیولې د روان میلادي کال د اپریل تر میاشتې پورې په غزې کې او اسرائیل کې خلک ورسره مخ شویدي.
په راپور کې ویل شوي چې په سیمې کې دا ناخوالۍ هغه وخت پیل شوې چې د حماس وسله والو د تیر کال ا کټوبر میاشتې په ۱۱ مې ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲ تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د دې راپور په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې جنایتونو کیدو په هکله یې په پرله پسې توګه خبرداري ورکړیدي.
سره لدې چې د ملګرو ملتونو په راپور کې په اسرائیل او غزې کې د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړاونو په هکله معلومات راټول شوي خو تمرکز یې تر ډیره د فلسطیني وګړو په خلاف د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو باندې دی چې په ټولې تړانګې کې د ملکیانو زیربناوې پکې له منځه تللې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو لخوا د غزې په تړانګۍ کې د کلابندۍ او لارو بندولو له کبله د ماشومانو، میرمنو او سړیو په ګډون ملکیان زیانمن شویدي.
په راپور کې د اسرائیل په حکومت تور لګول شوی چې د غزې په تړانګۍ کې د فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو رسیدو لپاره د ډاډ په ورکولو کې پاتې راغلی، ملکي زیربناوې یې له منځه وړي او په پرله پسې توګه یې په ډله ایزه توګه خلک بې ځایه کړیدي.