اسرائیل له فلسطیني ملکیانو غوښتي چې د خان یونس څخه ووځي

د اسرائیل پوځ دوشنبې جولای لومړۍ ( چنګاښ ۱۱) د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښارګوټي او شاوخوا پرتو سیمو کې ملیکانو ته امر کړی چې لدې سیمو دې ووځي.

سره لدې چې اسرائیل د دې امر دلیل ندی په ډاګه کړی خو داسې بریښي چې یو ځل بیا غواړي پدې ښارګوټي باندې تعرضي عملیات وکړي. د اسرائیل پوځ د همدې روان کال په سر کې هم پدې سیمې کې پراخ عملیات وکړل، ښارګوټی ړنګ شو او زرګونه اوسیدونکي یې اړ شول چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د سیمې یو اوسیدونکي احمد نجار د فرانس پریس خبري اژنس ته ویلي چې د اسرائیل د تخلیې امر تر لاسه کولو وروسته د سیمې خلک په "بې حده کچې ترهیدلي او هیبت" کې دي. هغه همدرانګه ویلي چې وار دمخه پدې سیمې کې ډیر خلک بې ځایه شویدي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د اسرائیل لخوا د تخلیې دې حکم ورکولو په غبرګون کې ویلي، "دا ښیي چې بیا هم په غزې کې هیڅ خوندي ځای نشته".

ښاغلي دوجاریک همدارنګه ویلي چې دا بې ځایه کیدل د غزې ولس لپاره داسې "تکرایدونکې مرحله" ده چې هغوي ورسره هره ورځ مخامخ دي.

د غزې په جنوب کې عامو خلکو ته د وتلو دا امر داسې مهال ورکول کیږي چې اسرائیل د دوشنبې په ورځ د غزې تر ټولو ستر روغتون شفا مشر خوشې کړ.

محمد ابو سلمیه د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې په اسرائیل کې بندي و. د اسرائیل ځواکونو په هماغې میاشت کې د الشفا په روغتون چاپه واچوله او ادعا یې کوله چې د حماس وسله وال ترې د سوق ادارې په توګه کار اخلي.

خو د روغتون چارواکي د اسرائیل دا تورونه ردوي او په تور یې لګولی چې په روغتون باندې چاپې اچولو سره یې نه یوازې د ناروغانو بلکې هغو عامو فلسطینیانو ژوند هم د خطر سره مخامخ کړی چې پدې روغتون کې یې پنا اخیستې وه.

د تخلیې امر د اعلان څخه وړاندې د اسرائیل پوځ ویلي و چې د خان یونس د سیمې څخه په دوي ۲۰ توغندي وار شوي او په ځواب کې یې بمباري کړې خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه ندي ویلي.

د اسرائیل پوځ همدرانګه ویلي چې یو شمیر توغندي په هوا کې شنډ شوي هم دي.

سره له دې چې له شاوخوا اتو میاشتو راهېسې اسرائيل په غزې کې هوايي او ځمکني عملیات کوي، خو بیا هم د حماس او نورو ډلو جنګیالي په اسرائيل باندې بریدونه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د عربي هېوادونو هلو ځلو لا د اوربند لپاره کومه نتیجه ورکړې نه ده. حماس وایي هر تړون باید جګړه ختمه کړي ‌او اسرائيل باید په بشپړ ډول له غزې څخه ووځي. خو اسرائيل وایي په جګړې کې به موقت اوربند وکړي‌ او د حماس تر ختمېدو پورې به جګړه کوي. حماس له ۲۰۰۷ راهېسې په غزې کې حاکم دی.

اسرائیل وايي په رفح کې یې د عملیاتو هدف د حماس د وروستۍ پوځي قطعې د ختمولو لپاره کېږي.

د اسرائیل پوځ وايي چې ځواکونو یې په رفح کې د استخباراتي معلوماتو په اساس، عملیات کړي او په بېلابېلو جګړو کې یې یو شمېر وسله وال وژلي‌ او تونلونه یې ویجاړ کړي دي.

په غزې کې د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د تیلو د کموالي له کبله به په ۴۸ ساعتونو کې ټول پاتې روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او د اکسیجین جنراتورونه له فعالیت څخه وغورځي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړي،‌ چې د چارواکو په وینا۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه تقریبآ ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي، مقامات وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي. خو اسرائيل وايي چې په وژل شویو کې یوه په درېیمه جنګیالي دي.

په جګړې کې د اسرائيل څه باندې ۳۰۰ سرتېري هم وژل شوي دی