سپینه ماڼۍ: اسرائیل او سعودي عربستان د اړیکو عادي کیدو خوا ته روان دي

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې اړیکو عادي کیدو ته نږدې شوي.

سپینې ماڼۍ جمعه سپټمبر ۲۹ (تلې۷) وویل چې سعودي عربستان او اسرائیل د اړیکو د عادي کیدو لپاره د یو تاریخي تړون په لور روان دي چې د متحده ایالاتو په منځګړتوب کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې سعودي عربستان او اسرائیل د څو لسیزو دښمنیو وروسته د اړیکو عادي کیدو په لور ګام اخلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هیله لري چې منځني ختیځ بدل کړي او د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وړاندې یوه دیپلوماتیکه بریا ولري.

ښاغلی بایډن غواړي سعودي عربستان چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپیڅلی ځای دی، د اسرائیل یهودي دولت په رسمیت وپیژني.

ښاغلي کربي وویل چې د اسرائیل – سعودي عربستان اړیکو عادي کیدو کې ټولو ښکیلو ډلو د کاري چوکاټ لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي.

هغه وویل، " د نورو پیچلو تعاملو په شان چې ښایي دا به یې هم یو وي، هر یو تن باید چې یو څه وکړي او هر څوک باید له یو څه تیر شي".

متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو متحدینو څخه غوښتي چې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکي عادي کړي.

عربي متحده اماراتو، بحرین او مراکش له وړاندې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم څه موده وړاندې ویلي و چې د اسرائیل سره د اړیکو عادي کیدو ته نږدې شوي او د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو هم دیته ورته څرګندونې کړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سپتمبر په ۲۲ مې نیټې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په "درشل" کې دی او په وینا یې فلسطینیان به یې پر وړاندې "ویټو" ترلاسه نکړي.

نتنیاهو وویل، په ۲۰۲۰ کال کې له دریو نورو عربي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو تړون لا دمخه د "سولې د نوي دور د پیل" نښه شوی او اوس "زه باور لرم چې مونږ د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د تاریخي سولې په برخه کې د لا ډیر ډراماتیک پرمختګ په درشل کې یو."

د ښاغلي نتنیاهو په وینا دا ډول سوله به د عرب-اسرائیل د شخړې د پای ته رسولو لپاره اوږده لاره په مخ کې ولري او دا به نور عربي هېوادونه وهڅوي چې له اسرائیل سره خپلې اړيکې عادي کړي.

نتنیاهو همداشان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د مشر محمود عباس د پنجشنبې د ورځې څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي وو له فلسطیني دولت پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتلای.


د اسرائیل سره د اړیکو عادي کیدو په بدل کې سعودي عربستان امنیتي ضمانت غواړي چې د متحده ایالاتو سره یو تړون کیدل هم پکې شامل دي خو تر اوسه د دې تړون جزیات ندي په ډاګه شوي.

ها خوا بیا فلسطین ویلي چې په د اسرائیل سره د اړیکو عاړي کیدو هر ډول تړون کې باید د هغوي موضوع په نظر کې ونیول شي او پدې هم ټینګار کوي چې په منځني ختیځ کې د دوه بیلو دولتونو جوړیدو پرته هیڅ ډول سوله امکان نلري.

اسرائیل په ۲۰۲۰ کې د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش سره اړیکې ټینګې کړې، چې د ګاونډیو هیوادونو مصر او اردن سره د سولې کولو وروسته دا په څو لسیزو کې د عربي نړۍ د نورو هیوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لومړی ځل و.