اسرائیل د لویدیځې غاړې په جنین کمپ کې ۱۵ کسان وژلي

د اسرائیل پوځ دوشنبه جنوري ۲۷ ( سلواغې اتمه) ویلي چې د قبضه شوې لویدیځې غاړې د جنین په ښار کې یې په یوې چاپې کې لږ تر لږه ۱۵ "ترهګر" وژلي او ۴۰ نور یې نیولي دي.

د اسرائیل پوځ په غزې کې د حماس ډلې سره تر اوربند کولو دوه ورځې وروسته په لویدیځه غاړه کې پراخ تعرضي عملیات پیل کړل چې صدراعظم بنیامین نیتنیاهو ویلي هدف یې په سیمه کې د "ترهګرۍ له منځه وړل" دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د جنین په ښار کې د چاپو پر مهال امنیتي ځواکونو ته لسګونه وسلې او چاویدونکي مواد په لاس ورغلي خو دا یې ندي ویلي چې دا وسلې د کومې ډلې وې.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې د سړک لاندې څو چاودیدونکي مواد هم له منځه وړل شويدي.

د اسرائیل پوځ تیره اوونۍ د جنین په ښار کې پوځي عملیات پیل کړل چې د جنګي الوتکو څخه پکې کار اخیستل کیږي. دې عملیاتو ته د "اوسپنې دیوال" نوم ورکړل شوی او پوځ وایي پدې سیمې کې هغه وسله وال په نښه کوي چې په اسرائیلي ځواکونو وخت ناوخته بریدونه کوي.

فلسطیني وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي.

په یوه اعلامیه کې چې د عملیاتو له پیل څخه لږ وروسته خپره شوه، نتنیاهو وویل چې ددې عملیاتو موخه په جنین کې "ترهګري له منځه وړل" دي او د هغې پراخې ستراتیژۍ یوه برخه وه چې "د غزې، لبنان، سوریې، یمن او ټولو سیمو ته"، د لویدیځې غاړې په شمول د ایران د وسلو لیږلو مخنیوی وشي.

د اسرائیل حکومت ایران تورن کړی، چې په غزه کې د حماس په ګډون په منځني ختیځ کې د اورپکو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په لویدیځه غاړه کې وسله والو ته وسلې او پیسې واستوي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، د فلسطین امنیتي ځواکونو، چې د دسمبر له لومړیو راهیسې په سیمه کې د فلسطیني ډلو پر ضد عملیات کوي، سیمې ته د اسرائیلي ځواکونو له رسیدو وړاندې د کمپ په شاوخوا کې خپلې پوستې پریښودې.

د فلسطین د امنیتي ځواکونو ویاند انور رجب په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسرائیلي پوځیانو "پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ډزې کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي او یو شمېر امنیتي پرسونل ټپیان شوي دي او د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی."

یو شمیر ویډیوګانې او انځورونه چې د فرانس پریس خبري اژانس خپاره کړي، پکې ښودل کیږي چې د جنین له کمپ څخه لوګي پورته کیږي او اسرائیلي ځواکونه لا هم د کمپ په شاوخوا کې موجود دي.

د کمپ یو اوسیدونکي مطبوعاتو ته ویلي چې لدې کمپ نږدې ۸۰ په سلو کې وګړي تښتیدلي دي.