اسرائیل وایي په غزې کې د تل لپاره پاتې کیدو نیت نلري

پداسې حال کې چې د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې د اسرائیل او حماس تر منځ شدیده جګړه روانه ده، د اسرائیل دفاع وزیر یوا ګالانت دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) وویل چې دا هیواد په غزې کې د تل لپاره پاتې کیدو نیت نلري.

د دفاع وزیر په خبري کنفرانس کې دا ونه ویل چې د حماس پر ضد جګړه به کله پای ته رسیږي خو دا یې وویل چې نظامي عملیات ښایي د څو میاشتو لپاره ادامه ولري.

هغه زیاته کړه، " اسرائیل به د حماس له منځه وړلو لپاره هر اقدام وکړي خو مونږ د غزې په تړانګې کې د دایمي پاتې کیدو نیت نلرو.مونږ یوازې د غزې په سرحد کې خپل هیواد او ولس د امنیت غم خورو".

د اسرائیل دې جګپوړي نظامي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې اسرائیلي ځواکونه د غزې په جنوب کې د خان یونس او په شمالې برخې کې د حماس ډلې سره په شدیدې جګړې اخته دي.

په همدې حال کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویاند امیر البحر ډانیال هاګاري تیره ورځ ناوخته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د دې هیواد ځواکونو خپل پام د غزې په شمال کې د جبالیا او شجاعیه سیمو او په جنوب کې تر ټولو ستر ښار، خان یونس ته اړولی.

هغه وړاندې وویل چې د اسرائیل پوځ په اوس وخت کې د غزې په ښار کې د فلسطین څلور لارې کنټرول په لاس کې لري چې د ښاروالۍ دفترونه او د حماس ډلې مشر یحیی سینوار مرکزي دفتر هم پکې دی خو تر اوسه دا مشر ندی نیول شوی.

اسرائیلي چارواکي وایي چې سینوار د اکټوبر اوومې بریدونو اصلي طراح دی. پدې برید کې په اسرائیل کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او د حماس ډلې ۲۴۰ تنه یرغمل هم یوړل چې ۱۴۰ یې لا هم د دې ډلې سره بندیان دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویاند وویل چې ښایي د حماس ډلې دا مشر ښایي د غزې په جنوبي برخې کې پټ وي او زیاته یې کړه چې د هغه نیول یا وژل د اسرائیل د جګړې یو هدف دی.

ها خوا د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس ډلې په لاس کې دی، وایي چې د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې تر دې د مه ۱۸ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

په عین حال کې په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د سه شنبې په ورځ عاجله غونډه وکړي تر څو په غزې کې د سمدستي اوربند لپاره د یو پریکړه لیک په مسودې رایه ګیري وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دا پریکړه لیک د امنیت شورا هغه پریکړه ته ورته دی چې متحده ایالاتو د همدې تیرې جمعې په ورځ ویټو کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې د امنیت شورا پریکړه لیک ویټو په هکله وویل چې امریکا په غزې کې د "بشري وقفې" ملاتړ کوي خو زیاته کړه چې د اوربند کیدو له کبله ښایي د حماس ډلې مشرانو ته دا فرصت ورکړل شي چې د نورو بریدونو پلان جوړ کړي.