اسرائیل د ملګرو ملتونو په یوې ادارې د امریکا د مرستو بندلولو هرکلی وکړ

د اسرائیل حکومت نن د شنبې په ورځ (سپتمبر ١) د امریکا د حکومت پریکړه وستایله او د فلسطیني مهاجرو سره د مرستې کولو دغه سازمان یې پدې تورن کړی چې غواړي د منځني ختیځ کړکیچ دایمي کړي.

خو د فلسطیني مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د امریکا د حکومت هغه فیصله غندلې چې دغې ادارې ته یې د مالي مرستو ورکول بند کړي دي.

ددغې خیریه ادارې یو ویاند کریس ګنیس ویلي چې د واشنګټن تازه اقدام میلیونه کډوال له ستونزو سره مخامخ کوي.

ښاغلي ګنیس ویلي چې ښايي د مرستو د بندېدو فیصله د سیاسي ملحوظاتو له مخې شوې وي.

د امریکا حکومت د فلسطیني مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې دیرش فیصده بودیجه ورکوله.

بلخوا د امریکا له خوا فلسطین ته د مرستو د بندیدو وروسته د جرمني حکومت ویلي چې د فلسطینیانو سره به خپلې مرستې زیاتې کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جمعې په ورځ وویل چې د فلسطیني مهاجرو په چارو کې د ملگرو ملتونو د مرستندویه سازمان سره د مرستو بندیدل به د فلسطینیانو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي.

ښاغلي ماس ویلي چې د ملگرو ملتونو ددغې ادارې له منځه تلل کیدای شي د نه کنترولیدونکو غبرگونونو د رامنځ ته کیدو سبب شي.

جرمني د ٢٠١٨ کال له پیل راهیسې د ملگرو ملتونو دغې ادارې سره شاوخوا ٩۴ میلون ډالر مرسته کړې ده او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد به یې له دې ادارې سره په خپلو مرستو کې د پام وړ زیاتوالی راوړي.

اسرائیل او د امریکا متحده ایالات دواړه د (UNRWA) په نامه د ملگرو ملتونو د فلسطیني مهاجرو ٧٠ کلنه اداره په دې تورنوي چې دا اداره اکثر فلسطینیان مهاجر گڼي او وایي دوی ددې حق لري چې هغو سیمو ته چې د ١٩۴٨ کال د جگړې په ترڅ کې ترې تښتیدلي او یا ایستل شوي بیرته لاړ شي او د دوی په وینا دا مفکوره د اسرائیل د موجودیت پر ضد ده.

د فلسطیني مهاجرو لپاره د ملگرو ملتونو اداره ددې سازمان د ١٩۴٩ کال د عمومي غونډې د پریکړه لیک پر اساس جوړه شوې ده. اوسمهال دا اداره په فلسطیني قلمرو او په لبنان او اردن کې د مهاجرو په کمپونو کې ٥٢٦٠٠٠ فلسطیني ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گیتریس ویلي چې پدې ادارې "پوره باور" لري او له نورو هیوادونو نه یې غوښتي چې له دې ادارې سره مرسته وکړي.