حوثي یاغیانو پر اسرائیل د توغندي برید کړی

اسرائيل د دغه برید د پوځي ځواب ورکولو ګواښ کړی

په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د اسرائيل د مرکزي سیمې اړوند موډین ښارګوټی په توغندي وویشته چې ورسره په نړیوال هوايي‌ ډګر کې د هوايي‌ بریدونو د خطر زنګ ووهل شو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ‌ د کابینې په غونډه کې دغه برید ته په غبرګون کې د پوځي ځواب ویلو خبرداری ورکړی دی.

نتانیاهو وویل: "حوثي یاغیان باید تر اوسه پوه شوي وي چې موږ ته د زیان رسولو د هرې هڅې په بدل کې به دروند تاوان وګالي، هرڅوک چې نصیحت ته اړتیا لري ورته د حدیده بندر ته بلنه ورکول کیږي."

د حوثي یاغیانو پوځي ویاند جنرال یحیی سريع ویلي چې دوی د پایتخت تل ابیب په جفه ښار کې د یو پوځي مرکز په نښه کولو لپاره د یو بالستیک توغندي برید کړی دی.

د توغندي په دغه برید کې د مرګ ژوبلې یا لوی زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د اسرائیل په رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک د بن ګوریون نړیوال هوایی ډګر کې منډې وهي.

د دغه هوايي ډګر چارواکو ویلي چې حالت بېرته عادي شوی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې دوی د هوایي دفاعي سیستم په کارولو سره د توغندي د شنډولو څو هڅې کړي خو په وینا یې په دې اړه څیړنې روانې دي ځکه چې دوی ډاډه نه دي چې د توغندي په شنډولو بریالي شوي او که نه.

د یمن حوثي یاغیانو په غزه کې د اسرائیل او د حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په پرله پسې ډول پر اسرائيل د بې پیلوټه الوتکو او توغنديو بریدونه کړي خو کابو ټول یې هدف ته له رسېدو وړاندې د سره سمندرګي په اوږدو کې شنډ شوي دي.

د روان عیسوي کال په جولای میاشت کې حوثیانو په ایران کې د جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې په مټ د اسرائيل پر پایتخت تل ابیب باندې برید وکړ چې په کې یو کس ووژل شو او لس نور ټپیان شول.

په ځواب کې یې اسرائیل په یمن کې د حوثي یاغیانو د مرکز حدیده ښار په ګډون د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه وکړل.