اسرائيل د غزې له جنوب څخه خپل سرتېري وباسي

اسرائيل وايي چې د غزې له شمال څخه خپل سرتېري وباسي

د اسرائيل پوځ نن یکشنبه اپریل اوومه (حمل۱۹) وویل چې د غزې له جنوب څخه یې خپل ټول پلي سرتېري اېستلي او یوازې د یو پل پرسر یې یو شمیر سرتیري پرېښي دي.

د اسرائیل پوځ په دې اړه نور معلومات ورکړي نه دي.

دا لا معلومه نه ده چې د سرتېرو اېستل به د رفح په ښار کې د اسرائيل پلان شوي پوځي عملیات وځنډوي که نه. د اسرائيل مشرانو ټېنګار کاوه چې دا عملیات د حماس ختمولو لپاره مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل په یو بل اقدام کې خپل سرحدونه پرانیزي چې غزې ته بشري مرستې انتقال شي. د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې له اسرائيل څخه یې غوښتي وو چې دا کار وکړي.

ټاکل شوې په مصر کې بیا د سولې او یرغمل شویو د پرېښودو لپاره خبرې پیل شي. د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او له هغه وروسته دا جګړه پیل شوه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په رفح کې،‌ چې له مصر سره سرحد لري، د څه باندې یو میلیون فلسطینیانو کور دی. اکثریت فلسطینیان د اسرائيل له بریدونو وروسته د غزې له نورو برخو رفح ته وکوچېدل.

د اسرائيل مشران وايي چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل شوي وو.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۳۳۱۰۰ تنه وژل شوي،‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.