د اسرائیل پوځ وايي غزه کې پنځه سرتیري یې د خپل ټانک په ډزو کې وژل شوي

غزه کې د اسرائیل د پوځ ټانکونه

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غويي ۲۷) وویل چې د غزې په شمال کې د اسرائیلي ټانک په ډزو کې د دوی پنځه سرتیري وژل شوي دي.

پوځ وویل په دغه پېښه کې درې نور سرتېري ټپيان شوي دي. له دې سره په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۲۷۳ ته رسېدلی دی.

بل خوا، د پنجشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو اردو راپور ورکړ چې د غزې په ساحل کې د بشري مرستو رسولو موقتي بندر د جوړولو کار یې بشپړ کړی دی. دا بندر غزې ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو لپاره مهم بلل شوی دی.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې وویل چې د مرستې لارۍ به "په راتلونکو ورځو کې ددغه بندر په لور حرکت پیل کړي" او دا چې ملګري ملتونه به ددغو مرستو د ویشلو او همغږۍ د چارو مسئولیت ولري.

غزې ته د بشري مرستو رسولو سمندري دهلیز

دا نوی سمندري دهلیز ډیرې برخې لري، بشري مرستې لومړی په قبرس کې تالاشي کیږي او بیا د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي موقتي بندر له لارې غزې ته له رسېدو وروسته لاریو ته لیږدول کیږي. د غزې پر ساحل باندې جوړ شوي دغه موقتي بندر ته ټرکونه د کوچنیو کښتیو په مرسته وړل کیږي.

مرستندویه سازمانونو په غزه کې د ملکي وګړو لپاره د خوړو، درملو او نورو اړتیا وړ توکو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او دا موقتي بندر ددغو اړتیاوو د پوره کولو دپاره جوړ شوی دی. ځینو مرستندویه ډلو ویلي چې سمندري دهلیز تر ټولو ښه حل نه دی، او استدلال کوي چې د ځمکې له لارې د مرستو جریان ډیر اغیزمن دی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د دفاع پر وزیر یوف ګالنت نیوکه وکړه چې د حماس سره د اسرائیل د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د حکومتولۍ لپاره د پلان په جوړولو کې پاتې راغلی. خو ګالنت ویلي تر هغه چې د حماس وسله وال له ماتې سره مخ نه شي، دا کار بې مانا دی.

د دواړو مشرانو تر منځ په غیر معمولي شخړه کې، ګالنت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د غزې پر تړانګه باندې چې شاوخوا ۲.۳ میلیون فلسطینیان پکې میشت دي، د اسرائیل نظامي یا ملکي کنټرول له رامنځته کولو سره مخالف دی.

ګالنت وویل: "له اکتوبر راهیسې ، ما دا مسله په دوامداره توګه په کابینې کې راپورته کړې، او هیڅ ځواب مې نه دی ترلاسه کړی... زه په صدراعظم بنیامین نتنیاهو غږ کوم چې پریکړه وکړي او اعلان وکړي چې اسرائیل به د غزې په تړانګه کې ملکي کنټرول رامنځته نه کړي."

غزه کې حکومتولي

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د برید او په غزه کې د حماس د اورپکو پر ضد د اسرائیل د دوامدارو عملیاتو سره، نتنیاهو په وار وار په غزه کې د حکومت کولو لپاره د جګړې وروسته د پلان له جوړولو څخه ډډه کړې ده.

متحده ایالاتو، د اسرائیل د وسلو لوی عرضه کوونکي، د فلسطیني دولت رامنځته کولو د حل لارې په توګه، د فلسطینۍ ادارې د بیا ژوندي کولو غوښتنه کړې چې په غزه او لویدیځه غاړه کې واکمنه وي.

خو نتنیاهو او د هغه ښي اړخه واکمن ایتلاف په کلکه د داسې حل لارې مخالفت کوي. نتنیاهو وویل، تر هغو چې حماس له منځه نه وي تللی، د اوه میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې د حاکمیت د څرنګوالي په اړه هر ډول بحث یوازې "تشې خبرې."

نتنیاهو په خپل ټیلیګرام چینل کې په خپره شوې بیانیه کې وویل: "د بلې ادارې لپاره د شرایطو چمتو کولو لومړی شرط دا دی چې حماس له منځه یوړل شي او دا کار پرته له عذره ترسره شي."

ګالنت وویل چې په غزه کې روان پوځي عملیات باید سیاسي عمل تعقیب کړي.

هغه وويل: "د حماس زوال هغه وخت ممکن دی چې یوه فلسطيني اداره غزه کنترول کړي او د نړيوالو لوبغاړو په مرسته د حماس د واکمنۍ حکومتي بديل رامنځته شي. په دې کې د اسرائیل د دولت ګټه ده."

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل ویلي د غزې په عملیاتو کې یې له ۱۴۰۰۰ زیات اورپکي او شاوخوا ۱۶۰۰۰ ملکي خلک وژلي دي.