د اسرائیل ولسمشر په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته تللی

د اسرائیل ولسمشر ایساق هرسوګ د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۰) متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

دا متحده عربي اماراتو ته د یو اسرائیلي ولسمشر لومړنی سفر دی. د هغه دفتر ویلي دي چې اسرائیل غواړي د خلیج سره خپلې اړیکې پداسې حال کې پیاوړې کړي چې د نړۍ ستر قوتونه د ایران سره د اټومي موافقې پر سر خبرې کوي او په سیمه کې حالات کړکیچن دي.

متحده عربي اماراتو د بحرین سره یو ځای د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل سره په ۲۰۲۰ کې د اړیکو د عادي کولو تړون لاس لیک کړ. د خلیج دغه دواړه هیوادونه او اسرائیل په سیمه کې د ایران او د متحدو ځواکونو په اړه ګډې اندیښنې لري.

متحده عربي اماراتو ته د سفر په وخت د اسرائیل د ولسمشر الوتکه د سعودي عربستان د هوایي حریم څخه تیره شوه، ښاغلي هرسوګ ویلي چې «دا یوه ډیره هیجاني شیبه وه».

ریاض او اسرائیل دپلوماتیکې اړیکې نلري، خو اسرائیل ویلي چې غواړي د سعودي عربستان سره اړیکې ټینګې کړي.

د تیر کال په ډسمبر میاشت کې د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنیټ هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.

متحده عربي اماراتو ته د رسیدو پر وخت د اسرائیل ولسمشر ته د ابوظبۍ په هوایي ډګر کې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر هرکلی ووایه او بیا یې د الوطن په ماڼۍ کې د ابو ظبۍ د ولیعهد شیخ محمد بن زاهد النهان او د متحده عربي اماراتو د وزیرانو سره وکتل.

اسرائیل د جنورۍ په ۱۸ په اماراتو باندې د ایران د متحدو حوثي‌ یاغیانو د ډرون الوتکې له مرګوني برید وروسته، متحده عربي اماراتو ته د امنیتي او استخباراتي ملاتړ وړاندیز وکړ.