په اسرائيل کې د بینیامین نتنیاهو په ضد لویې مظاهرې شوې

د اسرائيل پولیس د نتنیاهو کور ته نژدې د مظاهره کوونکو د خواره واره کولو لپاره پرې اوبه پاشي

اسرائیلیانو په بیت المقدس کې د صدراعظم بینیامین نتنیاهو په ضد لویې مظاهرې کړې، دوی په نتنیاهو په غوصه دي چې د غزې جګړه ښه نه مدیریت کوي.

مظاهرې د اسرائیل د پارلمان (کینست) له مخې پيل شوې او مظاهره کوونکي بیا وروسته د نتنیاهو د کور په لوري وخوځېدل.

مظاهره چیانو د اسرائیل له حکومت څخه وغوښتل چې د حماس له ډلې سره خبرې وکړې چې یرغمل شوي اسرائیلیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. حماس په اسرائيل باندې د برید په مهال لسګونه کسان یرغمل کړي چې یو شمېر یې خوشې شوي‌ او نور یې لا هم له دغې ډلې سره دي.

د رویټرز خبري‌ اژانس وایي چې ځینو مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د پولیسو له امنیتي خنډونو څخه تېر شي، خو پولیسو یې د خواره واره کولو لپاره پرې اوبه وشېندلې.

دا مظاهرې تېره ورځ څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې بینیامین نتنیاهو د اسرائيل د جګړې کابینه ړنګه کړه. دغې کابینې د غزې د جګړې چارې رهبري‌ کولې.

تېره اونۍ د د دغې کابینې دوو غړو بیني ګانتز او ګادي ایزنکوټ له نتنیاهو سره د غزې د جګړې په تګلارې باندې د اختلاف له کبله استعفا ورکړې وه. ګانتز د اکتوبر په میاشت کې د نتنیاهو په ایتلافي حکومت کې شامل شوی و.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ دا د اسرائیل حکومت داخلي مسئله بللې او ویلي دي چې متحده ایالتونه به د نتنیاهو له حکومت سره خبرې اترې روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل د غزې تړانګې په جنوب کې په جګړې کې «۱۱ ساعتونه تکتیکي» وقفه اعلان کړې وه. د دغه کار هدف غزې ته د بشري عاجلو مرستو د لاریو انتقال ښودل شوی دی.

اسرائيل وايي دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو سره له خبرو اترو وروسته وکړه. پرېکړه داسې مهال وشوه په غزې او نورو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر پیل شوی دی.

په غزې کې د جکړې له پيل کېدو وروسته څه باندې یو میلیون فلسطینیان د غزې نورو سیمو ته وتښتېدل چې اوس په کمپونو کې اوسېږي او عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري.

ملګري ملتونه وايي د غزې لپاره نورې بشري مرستې ضروري دي. د شمېرو له مخې د روان کال د مۍ د شپږمې نېټې څخه د جون تر شپږمې نېټې پورې ملګرو ملتونو هره ورځ په مرستو بار ۶۸ لارۍ ترلاسه کړې، دا شمېر د اپریل په میاشت د ورځې ۱۶۸ و او تر هغه مخکې به د ورځې ۵۰۰ د مرستو لارۍ تللې.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل بریدونه وکړل. د اسرائيل د مقاماتو په وینا په دغو بریدونو کې تقریبآ ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول. د حماس ډلې یو شمېر نور کسان یرغمل کړل، چې ځینې یې له فلسطینیي بندیانو سره تبادله او خوشې شول او یو شمېر نور یې لا هم د حماس سره دي.

په بیت المقدس کې په تازه مظاهرو کې د دغو یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وشوه.

اسرائيل د حماس د بریدونو په ځواب کې په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړي دي چې په غزې کې د روغتیايي مقاماتو په وینا تر دې دمه یې څه باندې ۳۷زره کسان وژلي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.