د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډه وځنډېده

افغان حکومت ویلي وو چې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون کوي او په دې اړه یې د چمتووالي خبر ورکړی و

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس د ځنډېدو خبر ورکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اپرېل ۲۰ ( وري ۳۱) ویلي چې له امریکا، قطر او ملګرو ملتونو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې چې د استانبول کنفرانس تر راتلوونکي کوچني اختر وروسته وشي.

مخکې ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه دا کنفرانس د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شي، خو د ترکیې حکومت د کنفرانس د ځنډېدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس تر سره کوونکو د یاد کنفرانس ځنډېدو په اړه په خپرې کړي اعلامیې کې هم ویلي: "وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقه وشوه چې کنفرانس وروسته نیټې ته و ځنډول شي، تر څو شرایط ښو پر مختګونو ته برابر شي. ترکیه، قطر او ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته په کلکه دوام ورکړي."

افغان حکومت ویلي وو چې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون کوي او په دې اړه یې د چمتووالي خبر ورکړی و.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د استانبول کنفرانس لپاره د سولې د طرحې د مسودې د بشپړه کېدو خبر هم ورکړی و.

خو وسله والو طالبانو د افغان سولې په اړه د ترکیې په کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه کړې وه.

طالبانو تر دې مخکې ویلي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نوي وتلي دوی به د افغانستان په اړه هیڅ یوې غونډې کې ګډون ونه کړي.

خو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر نوي اعلان وروسته معلومه نه ده چې طالبان به په یاده غونډه کې ګډون وکړي او که نه.