ایټالیا دوه روسي دپلوماتان وشړل

ایټالیا د چارشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) دوه روسي چارواکي له هیواد نه د جاسوسۍ په تور وایستل.

ایټالیا دغه دوه روسي چارواکي وروسته له هغې له خپلې خاورې وایستل چې د ایټالیا د سمندري ځواکونو یو کپتان د روسیې پر یو پوځي منصبدار د خفیه اسنادو د پلورلو پر وخت ونیول شو.

د پولیسو یوه اعلامیه وایي چې د ایټالیا د سمندري ځواکونو دغه کیټان د سه شنبې په ورځ د ایټالیا په مرکز روم ښار کې د روسي چارواکي سره د پټې کتنې وروسته نیول شوی دی.

د ځانګړو عملیاتو پولیس وایي یوازې ایټالوی پوځي یې توقیف کړی، خو روسی یې چې د روسیې د سفارت مامور و د دپلوماتیک مصونیت په وجه ندی نیولی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو د روسیې سفیر سرګي رازوف د چارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی او ددغې پیښې په اړه یې رسمي اعتراض لیک ورته سپارلی دی.

ښاغلي مایو ویلي دي چې د روسیې سفیر ته «د دوو روسي مامورینو د سمدستي ایستلو په هکله چې پدغه جدي مسله کې ښکیل دي» خبر ورکړل شو.

د ایټالیا د ریپبلیکا ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ایټالیا د سمتدري ځواکونو منصبدار ددې هیواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز په دفتر کې کار کاوه او د ایټالیا د دفاعي چارو او د ناټو د فعالیتونو په اړوند یې پراخو اسنادو ته لاسرسی درلود.

پدې ترڅ کې کرملین د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳۱ وویل هیله لري د روم سره یې یې دوه اړخیزې اړیکې ددغه استخباراتي رسوایي په وجه خرابې نشي په کوم کې چې یو ایټالوي منصبدار روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

د کرملین ویاند دیمیتري فیسکوف خبریالانو ته وویل: «مونږ ددغه توقیف د څرنګوالي د دلیلونو په اړه معلومات نلرو، خو په هر صورت مونږ هیله کوو چې د روسیې او ایټالیا ترمنځ موجودې ډیرې مثبتې او ګټورېو اړیکې به دوام وکړي او وبه ساتل شي.»

پدې وروستیو کې د فرانسې، بلغاریا، اتریش او ناروی په ګډون د څو اروپایي هیوادونو څخه روسي دپلوماتان د جاسوسۍ په تور ایستل شوي دي. مسکو د هرې پیښې په غبرګون کې پر روسي دپلوماتانو باندې لګول شوي تورونه رد کړي او غبرګون کې یې په هماغه شمیر ددغو هیوادونو دپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي.