آیا د افغانستان امریکایي پوهنتون تړل کیږي؟

د افغانستان امریکایي پوهنتون

د سي ان ان خبري شبکې په یو راپور کې ویلي چې کیدی شي راروان کال کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د امریکا لخوا د مرستو دریدو په صورت کې د بودیجې د نشتوالي له کبله وتړل شي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون چې په کال ۲۰۰۶ کې یې د بنسټ ډبره کیښودل شوه، په دغه هیواد کې تر ټولو معتبر پوهنتون ګنل کیږي.

دغه پوهنتون یواځينی مرکز دی چې د زده کړې سیستم یې غربي دی او د بودجي ۶۰ سلنه برخه یې دنړیوال پرمختګ لپاره د امریکا د کمکونو ادارې USAID لخوا ورکول کیږي.

د سي ان ان د راپور په اساس، د دغه پوهنتون کلنۍ بودیجه ۲۸ میلیون ډالره ده او دغه پوهنتون یواځې د ۲۰۲۰ کال د مۍ میاشتې پورې بوديجه لري. د امریکا لخوا د مالي مرستو دریدلو په صورت کې به دغه پوهنتون ته د دومره لګښت برابرول ستونزمن وي.

امریکا غږ ته د امریکایي پوهنتون یوې نږدې سرچینې نن د دسمبر په ۲۷ نیټه د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د دغه پوهنتون اداره به په دې نږدو کې یوه رسمي اعلامیه خپره کړي او په دې اړه به معلومات ورکړي، خو د پوهنتون د بندیدو خبر یې رد او یا هم تائید نکړ.

اوس مهال شاوخوا ۸۰۰ محصلین په دغه پوهنتون کې د لسانس او ماسټرۍ درسونه په مخ بیایي چې د دغه پوهنتون په تړلو به یې برخلکیک نامعلومه پاتې شي.

د سي ان ان راپور زیاتوي چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا د ادارې ویاند د دسمبر په ۹ نیټه د امریکایي پوهنتون له مشرتابه هیئت سره لیدلي وو او له هغوي یې غوښتي وو چې د پوهنتون د لګښتونو د تمویل لپاره نورې منابع ولټوي.

طالبانو په کال ۲۰۱۶ کې پر دغه پوهنتون برید کړی و چې پکې د ۶ محصلینو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۵ نور کارکوونکي، محصلین او افغان امنیتي ځواکونو سرتیري ټپي شوي و.

د دغه برید وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون ۷ میاشتو پورې تړلی پاتې و.

همداراز د دغه پوهنتون دوه استادان هم په کال ۲۰۱۶ کې د طالبانو لخوا تښتول شوي و چې له دوه کلونو اسارت وروسته د روان کال په نومبر میاشت کې خوشې شول.