طالبانو امریکايي فلم جوړوونکی او خبریال نیولی دی

یو امریکايي فلم جوړونکی او خبریال ایور شیرر د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷مه ناوخته په کابل کې نیول شوی دی.

دې امریکايي فلم جوړونکي ته نږدې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې ښاغلی شیرر او افغان همکار یې فیض الله فیض بخش په کابل کې د شیرپور په ساحه کې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمری۲۶) نیول شوي‌ دي.

سرچینه وايي، چې «د اګست په ۱۷مه نېټه، د ماښام په ۷:۴۰ دقیقو دوی غوښتل د کابل د شیرپور له ساحې څخه فلم واخلي، په یوې ساحه کې چې دوی فلم اخیستو طالبانو ورته اجازه ورکړې نه ده، ځکه دا هغه ساحه ده چې طالبان پکې حساس» دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دا امریکايي فلم جوړونکی او ورسره افغان همکار یې ولې نیول شوې دي، خو سرچینې امریکا غږ ته وویل داسې ګمان کوي چې په شیرپور کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري له کور څخه د فلم یا عکس اخیستو په جرم نیول شوې وي.

سرچینه وايي، «لومړی ورته اجازه ورکړل شوې نه ده، په کوم کور کې چې الظواهري اوسیده په هغه ځای کې فلم واخلي، خو بیا وروسته د شیرپور په بله ساحه کې نیول شوې دي او ترې پوښتنې پیل کړې دي.»

سرچینه زیاتوي: « دقیق نه پوهیږي چې ده غوښتل د هماغه کور ویډیو واخلي، که څنګه، خو په کوم ځای کې چې دوی نیول شوې دي، داسې یو واټن دی، چې فکر نه کوي له هغه ځای ښه فلم واخیستل شي، خو وايي چې ممکن نږدې تللی نشو او غوښتل یې له لیرې ددغه ځای عکس واخلي، نو د دوی جرم کیدای شي دا وي چې په شیرپور کې په هغه ځای کې چې د الظواهري پېښه شوې ده فلم اخیستو.»

دا امریکايي فلم جوړونکی ایور شیرر په داسې وخت کې طالبانو نیولی چې تازه د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) چې مرکز یې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې دی، په طالبانو غږ کړی چې د خبریالانو نیول کیدل دې بند کړي او هم دې د خبري ادارو په فعالیتونو لګیدلي بندیزونه لیرې کاندي.

دا سرچینه زیاتوي، دوی ته د خبرو کولو فرصت ورنکړل شو، د طالبانو کومې ډلې چې دوی درولي وو، په دې بسنه و نه کړه، بیا د عمري په نوم یوه بله قطعه راغله، چې د بدري قطعې معادل دي، دا د استخباراتو دوه قطعې دي چې په دې مسایلو کې خلاص لاس لري، په دوی کې یو کس وو چې په انګلیسي خبرو کولو بلد وو، له دې خارجي سره مستقیما خبرې کوي، خو په مسخره یې د دوی خبرې رد کړې دي، او ورته یې ویلي چې «تاسو جاسوسان» یاست.

تر نیول کېدو شاوخوا یو ساعت پورې دوی په همدغه ساحه کې ساتل شوې دي.

سرچینه وايي، په ۷:۴۰ دقیقو دوی له موټر څخه راکښته کړای شول، د «عمري د قطعې مشر وویل چې د دوی پر سر توره ټوټه واچوئ، سترګې یې پټې کړئ، او یوسئ».

د سرچینې په وینا، له دې دوه میاشتې مخکې د طالبانو یوې دلې د امریکايي فلم جوړونکي ایور شیرر د کار په اړه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته راپور ورکړی وو، او په خبره یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سره لیدلي وو او د خپل کار په اړه یې ورته معلومات ورکړي وو.

د سرچینې په وینا، ښاغلی شیرر د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته راغلی وو،او په دې موده کې یې یو ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کړی وو.

سرچینه وايي، «څه کم یو کال کیږي چې په افغانستان کې دی، دی زما د یو ملګري له طریقه راغلی وو، او غوښتل یې یو لوی فلم» جوړ کړي.

تراوسه طالبانو د امریکايي فلم جوړونکي ایور شیرر د نیولو په اړه څه ویلي نه دي.

سرچینه وايي چې ښاغلي شیرر افغانستان ته د راتګ لپاره ویزه درلوده او دلته د کار کولو اسناد یې طی مراحل کړې وو.