مشهور فلمي ستوری جکي چن د داعش په سنګر کې فلم جوړوي 

د دغو دوو نجونو په منځ کې ولاړ جکي چن دی

د نړۍ مشهور فلمي‌ ستوری جکي چن د سوریې مرکز دمشق ته نژدې د حجرالاسود په ښارګوټي کې د «وطن ماموریت» په نوم فلم جوړ کړي.

دا سیمه په ۲۰۱۸ کې د داعش ډلې مرکز و. د دغه فلم داستان په ۲۰۱۸ کې له یمن څخه د چینايي او نورو وګړو په انتقال راڅرخي او له همدې پېښې څخه یې الهام اخیستی دی. بیجینګ دا عملیات لویه لاسه ته راوړنه بللې وه.

جکي چن د متحدو عربو اماراتو د فلم جوړونکي له یو شرکت سره په ګډه د فلمونو صحنې ثبتوي. هغه وايي چې دا کار په یمن کې ستونزمن او خطرناک و، ځکه یې په سوریه کې کوي. په فلم کې د «پومان» په نوم هېواد یاد شوی دی.

په فلم کې لوبېدونکي لوبغاړي د یمن او سوریې په بومي لباسونو کې د حجرالاسود په ښارګوټي کې راټول شوي وو. د دغه فلم اصلي تولید کوونکی جکي چن په خپله سوریې ته نه ځي.

دا فلم تبلیغاتي‌بڼه لري چې له یمن څخه د چین او نړۍ د اتباعو د اېستلو او ژغورلو شېبې منعکس کوي. د فلم یو لوبغاړي ینګ شي سانګ هم دا تائید کړه چې فلم تبلیغاتي بڼه لري.

د دغه فلم په افتتاحیه مراسمو کې په روسیې کې د چین سفیر هم برخه اخیستې وه.

د سوریې د حجرالاسود ښارګوټي ډېره برخه په داخلي جګړو کې ویجاړه شوې ده، خو په دې وروستیو کې یو شمېر اوسېدونکي بېرته هغو سیمو ته، چې ډېرې ورانې شوې نه دي، ‌بېرته ورګرځېدلې او نورې برخې یې له انسانانو تشې شوي‌ دي.