جاپان په افغانستان کې خوړو نړیوال پروګرام سره د ۱۳.۵ میلیونو ډالرو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (WFP) وايي چې جاپان په افغانستان کې دغه پروګرام ته د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو بودیجه برابروي چې له مخې به یې هغو افغانانو سره چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي د تغذیي د بیړني پروګرام له لارې مرستې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ دوییم (سلواغې ۱۳) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو پیسو به د خوړو د برابرولو سربیره په ښوونځیو کې ماشومانو ته پروتین لرونکي خواړه برابر شي او هم به د ملګرو ملتونو بشرپاله هوايي خدمتونو (UNHAS) د دوام لپاره کار واخیستل شي.

په دې خبرپاڼه کې په کابل کې د جاپان د سفیر تاکایوشي کورومیا، له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د دریو څخه یوه برخه وګړي په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای ترلاسه کوي او هغوی په سمدستي ډول د خوړو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي کورومیا، ویلي چې جاپان د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او هم د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا په لومړنیو ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د خوړو د برابرولو د ملاتړ له لارې د دغه هیواد راتلوونکی لپاره پانګونه کوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام به د جاپان ددغې مرسته شویو پیسو څخه ۶۳ زره کسانو ته چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي خواړه برابر کړي او له ۴۲ زرو څخه زیاتو امیدوارو او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

همداشان دغه پروګرام ویلي چې په لومړنۍ دوره کې ۳۶ زره زده کوونکو ته به پروتین لرونکي خواړه برابر کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې شاو وې لي د جاپان د مرستې څخه په مننې ویلي: "دا مرسته په ټول افغانستان کې د ډیرو کورنیو سره چې د تل په څیر په دغه هیواد کې د سخت ژمي سره د مخ کیدو لپاره ډیر کم چمتوالی لري اود لوږې د زیاتیدو پرمهال په یوه ډیره حساسه شیبه کې ترسره کیږي".

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر د مشرۍ د وینا له مخې جاپان د خوړو د نړیوال پروګرام یو د ډاډ وړ شریک دی چې ددغې نوې مرستې وروسته د دغه پروګرام سره د دغه هیواد د ټولو شویو مرستو اندازه په تیرو دریو کلنو کې ۷۳ میلیونو ډالرو ته رسیدلي ده.

میرمن لي وویل چې همداشان جاپان د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د میلیون ډالرو نغده مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره جاپان دا نوې مرسته په داسې حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" تیره میاشت په افغانستان کې د لوږې سره د میلیونونو افغانانو په مخ کیدو اندیښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې افغانستان کې لا هم لوږه او خوارځواکي په لوړه کچه دوام لري چې د اټکل له مخې به په راوان ۲۰۲۴ کال کې ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.

اوچا ویلي چې اړو افغانانو سره د مرستو لپاره په دوام دار ډول بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د ۱۵.۸ میلیونو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۱.۴۳ میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.